زه اکثر د خپلو مسلمانو ملګرو نه اورم چې اسلام د امن او برداشت مذهب دې او يو څو انتها پسند اسلام بدناموى. خو د اسلام په نوم په تېرو څوارلسو صدو کښې د دوو سو اويا ميلينو نه زيات خلق وژلى شوى دى او د نائن اليون نه پس په دنيا کښې تقريبا شله زره دهشت ګرد حملې شوې دى. تشدد د اسلام خصوصيت لکه جهاد او شهادت ښائى چې د دې تشدد، نفرت، حملې کولو حمايت کوى او د اسلام اصلى اظهار دې.اوس او وړاندې اسلام د تورې او زور په ذريعه قومونه نيولى دى او د دهمکو او يرې په ذريعه يې خلق فتح کړى دى. نو د الله د قدر د داسې عقيدې قران د تاريخى اسلام په ذريعه حکمونه ورکوى زۀ په هغوئ باندې د خالص ايمان په وجه تنقيد نۀ کوم او نۀ نورو معتدلو او امن پسندو مسلمانانو له په کار دې، ځکه چې هغوئ د اسلام په هغه سورتونو عمل کوى چې په دې قران کښې دى ٩: ٢٩، ٩: ٧٣، ٩: ١٣. د اسلام په مطابق دا هم يو خبره ده کۀ الله د دې دهشت ګردۍ اجازت ورکړې وى نو دا به د هغۀ رضا وى کنه؟ نو کافران به د الله د دين خبرې نه انکار کوى. خو زۀ به هم دې کار ته ښۀ نۀ وايم اګرچې هغوئ په قران عمل کوى. نو دا خبره سمون خورى چې د ځان نه تپوس وکړې چې کۀ تۀ ځان ته مسلمان وائې نو که په دې ايتونو عمل نۀ کوې نو تۀ به اصلى مسلمان نۀ يې ځکه چې د قران په ايتونو عمل نۀ کوې. بله دا چې تۀ د هغه سورتونو نه کار اخلې چې کوم دې په طبعه وى او د اسلام په عقيده باندې سوالونه کوې او خپله نوې عقيده دې جوړه کړې ده. قران ٣٣: ٣٦ وړاندې وائى چې اسلام د امن مذهب دې او د دهشت ګردۍ مخالفت نۀ کوې او خاموش يې نو د انسانيت په دې جرم کښې خاموشى ستا د هغوئ حمايت دې. کۀ تۀ د دهشت ګردۍ سخت خلاف يې نو بيا به تۀ د دې تحريکونو مخالفت کوې؟ کۀ زيات مسلمانان امند پسند هم وى نو دا د مسلمانانو د مشرانو بنيادى کار دې چې د اسلام اثر خور کړى، او اکثر به په دې تحريک باندې عمل کوى او د دنيا د نظريې خلاف به کوى. کۀ اسلام د دې مسئلې حل د مغربى جمهوريت په وجه وشى او د اسلام په روايتى طريقه نۀ وى. تۀ به وائى چې قران خو په سورت ٢: ٢٥٦و ١٠٩ کښې د نورو سره انصاف خبره کوى. او دا ځکه چې اسلام په شروع کښې د دې جوګه نۀ وو چې ځان بچ کړى او چې کله يې زور وموندلو نه دا سورتونه منسوخ کېدل شروع شول لکه څنګه چې ما مخکښې ووئيل چې د قابو کولو د پاره کار شروع وو او کۀ ضرورت وو نو د تورې او زور نه به کار اخستلې شو. د اسلام د طاقت خلاف دا خبرې به هسې يوه پرپېګنډه ښکارى خو په تاريخ کښې دا شوى دى او نن هم روان دى او په مزه مزه مضبوطيږى، د وخت سره چې کله د شريعيت په ذريعه په ټوله معاشره باندې قبضه وکړى، او تهذيب او کافران رالاندې کړى. دا اکثر خبره د عيسائيانو او نورو ډلو ظلم زياتى ته ځى. زۀ د يوې ډلې د شهيدانو د اواز
حمايت کوې کوم چې د عيسائيان تنظيم دې چې د شهيدانو ملګرى کوى. په کال کښې تقريبا درې لکه کسان متاثره کېږى چې د کار نه ويستلې شى، جائيداد يې ختمېږى يا د قيد او مرګ سره مخ کېږى. ما هغه نقطې په بوځى چې مسلمانان وائى چې په اسلام کښې زور نشته خو کۀ د اسلام معاشرې ته وګورو نو هغوئ د غېر مسلمه د جهاد په ذريعه په مسلمانه کولو کښې لګيا دى، د توهين رسالت او مذهب او د جزيه نه کار اخلى او سپک ورته کتلې شى چې د ابن کثير د ٩: ٢٩ د بيان حمايت کوى. :که چا د مسلمانو د انسانيت د ډلې نوم اورېدلې وى نو هغوئ صرف د خپلو خلقو په غم کښې دى او د نورو د مدد غم ورسره نشته. قران ٣: ١١٠و ٩٨: ٦. خو دا عيسائيان دى چې د انسانى حقونو لوئ کارونه يې کړى دى لکه چې د هسپتالونو، يتيم خانو جوړول او د شامى او عراقى مهاجرو مدد کول چې خپلو مسلمانانو هېر کړى دى. د اسلام په مخکښې تلل د کوربه ملکونو نيول، د بچو پېدا کول او چندې په ذريعه کوى چې کافر دشمن په حق نۀ بلکې په زور لاندې کړه. دا اسلام دا چل په شروع کښې په مزه مزه په دوستانه ماحول کښې د تقيې په ذريعه کېږى چې په قران ٣: ٢٨ کښې ده، چې د مسلمانانو حقيقى نېت پټول وى چې ابن کثير هم دا خبره کوى چې نن سبا په امريکه کښې ليدې شى او د دې نه خبل اثر خوروى چې جهاد ورته وئيلې شى چې اسلامى مفاسرينو ورته د اسلام تنقيد يا بې ايمانى وئيلې ده چې امريکه او يورپ کښې ځائ نيولې دې. دا خبره جهاد ته ځى چې اسلام بچ کړى چې په هغه اسلامى ملکونو کښې ليدلې شى چرته چې د شريعت قانون وى. داسې دهمکې تر دې حده پورې ورکولې شى چې مذهبى جنګ د مختلفو ډلو په مېنځ کښې شروع دې چې په کار دى چې هغوئ د وړوڼو په شان ژوند تېر کړى. نو د طاقت دا نظريه په يو لحاظ هم منظوره نۀ ده او د جنګ نظريې ته نزدې هم نۀ راځى کله چې د طاقت خبره راشى. خبره په خپلو کښې هم استعمالولې شى چې د کافرو د قتلو خبره شى خو د ذاتى حقونو څۀ مطلب په کښې نۀ ښکارى. چرته چې اسلامى قانون وى نو ازادى هلته دروغ ښکارى چې د هغې حمايت کورنۍ، حکومت او قران کوى. نتيجه دا چې زما يقين دې چې د صابر او د برداشت مسلمان نشته څوک چې د هغه کسانو په زور ظلم باندې خفه وى چې په اسلام باندې صحيح عمل کوى. زۀ خوشحاله يم چې په مسلمانانو کښې داسې خلق شته چې هغه په دې اسلام عقيده عمل نۀ کوى. کېدې شى چې په زړۀ کښې هغوئ اسلام نۀ منى خو د يرې په وجه په اسلام باندې عمل کول نۀ شى پرېښودلې. خو داسې دهوکې به وى چې په حقيقت کښې چې د اسلام مخالفت ته به يې نۀ پرېږدى. خو په زړه کښې دا مسلمانان دومره د اسلام سره مينه لرى چې خپل ځان به ورباندې مړ کړى. زما يقين دې چې کوم مسلمان په خپل نظر کښې جدت پسند دى چې قران د تعليماتو نه بغېر ردعمل کوى چې د وخت ظالمان لکه چې هټلر، سټالين، ايدى امين، پول پاټ او هير هوتى يې ليدلى دى او د هغوئ په ظلم او جبر باندې خفه دى چې کوم جرمونه دې کسانو کړى دى. چا چې قتل عام کړې وو د هغه نه مختلف نۀ وو چا چې د الله په نوم باندې مذهبى جرمونه کړى دى. خو په بدقستمۍ سره څۀ مسلمانان خپلې برخې او ذمه وارى نۀ منى چې د انسانانو کومه تباهى کېږى. په دې باندې ما ته د عيسى هغه خبره رايادېږى چې د خپلې سترګې نه شهتير اول وباسه او بيا د بل سترګې نه خسڼې. هغوئ دومره ړاندۀ دى چې هغوئ ته مسئله صفا نۀ ښکارى چې په منافقت سره د هغوئ په خپل تحريک شامله ده. زما يقين دې چې عتدال پسنده مسلمانو ته پته ده چې هغوئ رحمان خدائ پېدا کړى دى چې د هغۀ کار ژوند ورکول دى او هغۀ مونږ د خپله لويه مينه د قدرت او د دنيا پالنې په ذريعه ښودلې ده. که خدائ پاک دا حد د محدودې مينې سره پېدا کړې وى نو لا محدود خدائ به د د انسان سره د څومره مينى اظهار کوى. خدائ پاک د مسيح په ذريعه د دنيا سره بې حده مينه کړې دې چې د ګناه قرض يې ادا کړې دې چې ابدى ژوند ومومو. خدائ پاک مونږ د نفرت نه بلکې د مينې سره فتح کوى کوم چې د هغۀ د ذات لا محدود خصوصيت دې. په اخر کښې زۀ ستاسو د دې بلاګ په لوستلو شکريه ادا کوم او زۀ غواړم چې تاسو د اسلام په دې خبره باندې ښۀ سوچ وکړئ. يو ازاد سوچ خپل کړئ چې په خپل مذهب باندې سوچ وکړې چې د دې تاريخى حثيت د ژوند او د انسانى حقوقو خلاف دې. زۀ به درته دا هم ووايم چې تۀ به ډېر تکړه يې چې حقيقت خپل کړې کۀ دا ستا د ذات کلچر او معاشرې خلاف هم وى کومې چې په تا باندې په زور منلې شوې دى. د انسان د پېدائښت اوزچتې مرتبې شته چې خدائ پاک په مذهب کښې بيان کړى دى. هغه مذهب چې کوم ته د قربانۍ د مينې تعلق وئيلې شوې دې. دا مينه به د مسيح سره شروع کېږى او د هغۀ د شاګردانو د مينې په ذريعه خورېږى کومه چې د ټولې دنيا په تکليف کښې خلقو ته رسېږى. دا عزتمنده مينه ده ځکه چې دا خپل خدمت نۀ غواړى او چې دا مينه بل چرته نۀملاوېږى دا مينه په هغه وخت کښې هم جارى وى چې د دښمن معاف کول او ورسره د مينې کولو خبره راشى چې بدل به نۀ اخلې. زما ملګريه دا ښه لار ده او مسيح وائى چې بله لار نشته. هغه لار چې د مرګ نه بلکې د ژوند سبب جوړېږى. د يرې، نفرت، غصې او قتل په ځائ مينه. ځکه چې خدائ پاک د دې دنيا سره دومره مينه وکړه چې مسيح يې راولېږلو چې څوک هم په هغۀ ايمان راوړى نو هلاک به نۀ شى خو ابدى ژوند به بيا مومى.
لنکونه
د خدائ پاک سره به څنګه تعلق لرې
Permission granted by David Woods for excerpts taken from the article on “Jihad, Jizya, and Just War Theory” in the Christian Research Journal Vol.36/No.1/2013
Permission granted by David Woods for excerpts taken from the article on “ Muhammad and the Messiah” in the Christian Research Journal Vol.35/No.5/2012