Archive for the ‘پښتو-Pashto’ Category

په اسلام کښې صداقت

Friday, November 7th, 2014

صداقت يو کمال دې چې په اسلام کښې د تقيه په نوم باندې قابل قبول دې
د تقيې نظريه د دهوکې او دروغو اجازت ورکوى د دې د پاره چې اسلام مخکښې بوتلې شى او د دې نېک نامى وشى.
چې کله ضرورت وى نو دا د ټولو مذهبى ذمه وارو او عقيدو د پرېښودو اجازت ورکوى چې په کښې د ايمان نه انکار هم شامل دې کله چې د څۀ قسم د خطرې او تکليف يره وى او دا په سورت ١٦: ١٠٦ کښې بيان شوى دى
په دې کښې د قسم کول هم شامل دى چې مسلمان بحث کوونکى يې د وسلحې په توګه استمالوى کله چې د مذهب حفاظت کوى او د دې د پاره د قران څۀ حصې پټې کړى چې اسلام مخکښې بوځى
د دې نه علاوه زما خيال دې چې ځکه يې څۀ مسلمانان ملګرى د عيسائيت په بنيادى عقيده باندې نۀ پوهېږى
د دې نه علاوه د منسوخېدو عقيده هم ده چې د راضى کولو طريقه ده چې د زړې وحى په ځائ نوې وحى راځى او که قران ابدى کلام وى نو دا څنګه بدلولې شى چې په کار دى چې هر خبره يې ځائ په ځائ پاتې شى. اکثر د دې منسوخ شوو ايتونو حواله ورکولې شى چې د مسئلې بنياد جوړېږى دا هم د تقيې حصه ده. نو په دې وجه يو کس چې کله بحث کوى نو د فائدې د پاره دواړه طرفونه استعمالولې شى
نو چې کله په دې خبرو عمل کولې شى نو يو ساده مسلمان له څنګه يقين ورکولې شى چې هغوئ ته حقيقت ښودلې شوې دې؟ او د هغوئ څنګه يقين کېدې شى چې عيسائيت بېخى دروغ دى؟ کۀ د قران ايتونه ګډ وډولې شى نو څۀ فرق دې چې په عيسائيانو او يهوديانو الزام لږى چې هغوئ په مقدس کلام کښې تحريف کړې دې. عجيبه خبره ده چې په شروع کښې ايتونه د صحيفو تائيد کوى او وروستو يې منسوخوى د هغه حقيقت باوجود چې د مقدس کلام د اول او وروستنى ايتونه د هغه خبرې په باره کښې نۀ دى بدل شوى. نو دا به صحيح يا غلط وى داسې څۀ امکان نشته چې دا به بدل شوى وى ځکه چې د مقدس کلام زرګونه صحيفې د اسلام نه وړاندې موجودې دى چې زمونږ د موجوده ترجمو سره موافقت لرى. په دې کښې د اسلام نه مخکښې د پخوانو کليسا ليکونه هم شامل دى چې دا عيسائى حواله يې استعمال کړې وې چې په ازادنه او پورا توګه د مقدس کلام دا ايتونه د اسلام نه ډېر پخوا نقل کوى. صرف دا نۀ دا به د يهوديانو او عيسائيانو د پاره څنګه وى چې هغوئ خصوصا تناکح يا زړا لوظ نامه بدلوى او نن هم د دواړو ډلو په مېنځ کښې صحيفې يو شان دى. ما په دې باره کښې يو مضمون ليکلې دې

jesusandjews.com/wordpress/2010/02/03/is-the-bible-reliable/

کۀ تۀ بيا هم په دې ايمان ضد کوې نو بيا صحيفې چا بدلې کړې دى، کومې بدلې دى او کله بدلې شوې دى؟ د اسلام نه بهر ستا سره څۀ ثبوت دې چې د دې نظرېې سره يې صحيح تعلق وى؟
نو د تقيې نظريه، پرده او منسوخ کېدل په خدائ او رښتونى مذهب پورې دروغ دى چې د واقعات غلط بيان شى او د غلط ايمانى نظام حمايت وشى
تۀ غواړې چې په يو داسې دنياوى نظريه پورې زړۀ وتړې چې د داسې دوه مخيز عمل طرفدارى کوى؟

لنکونه

د خدائ پاک سره به څنګه تعلق لرې

مسلمان او اسلام ذرائع

پښتو-Pashto

Honesty in Islam

Beyond Opinion, Sam Soloman Ch.4, Copyright 2007, published in Nashville Tennessee, by Thomas Nelson

د عيسى خوبونه

Friday, November 7th, 2014

السلام عليکم، په اسلامى ملک زما دوست رانه تپوس وکړو چې کۀ زۀ د هغه خلقو په باره کښې ورته وويم چې زۀ يې پېژنم چا چې په خوبونو کښې ليدلې وى. کله چې زۀ وړوکې نو ما په خوب کښې خدائ ليدلې وو او دا دروغ نۀ شى کېدې ځکه چې هغه ما ته په سپينه رڼا کښې راڅرګند شو کوم چې د مقدس کلام د خدائ د جلال د بيان په مطابق دې چې په هغه وخت ورباندې پوهه نۀ شوم. دې په ما باندې دومره اثر وکړو چې اوس مې هم ياد دې خو زما سره يې څۀ خبرې ونۀ کړې دا د هغۀ د حضور جلال وو چې راته يې ووئيل چې هغه د عبادت لائق دې نو ما د هغۀ په وړاندې سجده وکړه
زما يو څو يهودى ملګرى هم شته چې هغوئ مسيح سره تعلق لرلې دې. يوه ښځه زما ښه ملګرې وه او هغه د عيسائيت سخته خلاف وه ځکه چې هغې وئيل چې ټول مذهبونه صحيح دى. هغې ما ته غوږ نه کېښودو او يو ځل يې راته ووئيل چې د هغې پلار د عيسائيانو سره په بحث کښې تکړه وو او خبرې ختم شوې. نو د مرګ نه مخکښې چې کله هغه په هسپتال کښې وه او وې وئيل چې څو ځل مسيح ورته څرګند شو. نو که يو يهودى دا خبره کوى چې مسيح يې ليدلې دې نو دا معجزه ده چې زما يقين د هغې عقيده يې بلکل دې ته بدله کړه چې لوظ شوې مسيح دې
يوه بله قيصه د يو جنوبى افريقى يهودى ده چې اوس د هغه کليسا پادرى دې چرته چې زۀ ځم. هغۀ هم عيسى لوظ کړې شوې نۀ منلو خو د هغۀ د ورځې څو ځلې يروشليم ته د تلو په وخت د مسيح خوبونه وليدل. اوس هغۀ يو کتاب ليکلې دې چې نوم يې زما د يروشليم ملاقات دې
د ټولو نه عجيبه قيصې او ګواهۍ زما د مسلمانو ملګرو د ط‌رف نه دى چې هغوئ نۀ صرف د مسيح قدر کوى بلکې په هغۀ يې ايمان هم راوړې دې
په اول ځل ما چې د چا سره داسې خبرې کړې وى د هغې نه پس وو چې د مشرق وسطى د يو سړى سره په يو بين الاقوامى کليسا کښې ملاو شو چې وروستو مې بيا په دوکان کښې ولېدو. زۀ د يو ايرانى سره ملاو شوم چې څنګه مسلمان شو چې هغۀ د عيسى خوبونه ليدلى دى
زۀ يو بل فلسطينۍ سړه پېژنې چې په اسرائيل کښې ورسره ملاو شوم هغۀ ووئيل چې هغه د مسلمان کورنۍ کښې پېدا شوې وو او اوس يې په مسيح ايمان راوړې دې
وروستو هغه د ايمان په وجه قيد کړې شو او په هغه مسيح ورته راڅرګند شو او ټوله قيدخانه يې روښانه کړه
ما چې نور خلق دى په هغې کښې يوه پاکستانۍ ښځه هم شامله ده چې وې وئيل چې کله هغه وړا وه نو مسيح ورته په خوب کښې راښکاره شو هغې له اوبۀ ورکړې نو ما ورته په هغه وخت ووئيل چې د مقدس کلام په مطابق مسيح ژوندې اوبۀ دى چې ژوند ورکوى
يوه بله ښځه ايرانۍ ده ما له اى مېل راولېږلو چې کله يې د سحر مونږ ختم کړو او بيا اودۀ شوه نو يوې شنې رڼا راپاڅوله چې کوټه ترې نه ډکه وه او د يو سړى اواز ورته ووئيل چې پاڅۀ زۀ مسيح يم. نو د دې په وجه هغه سخته ويرېده او د کټ نه نۀ شوه پاڅېدلې په کمبله کښې پټه شوه ځکه چې په سره باندې څادر يا بل څيز نۀ وو
زما نه د دې قيصو ټول تفصيل هېر شوې دې او ارمان دې چې په هغه وخت مې ټېپ کړې وې خو زه د دې ملاقاتونو نورې او نورې قيصې اورم چې رښتيا او دومره ژوند بدلوونکې دى چې دې کسانو غوښتل چې خپلې کورنۍ او خپل پردى يې پرېږدى چې څۀ په کښې د مرګ سره مخ شوې وى. خلق هسې ځان په خطره کښې نۀ اچوى او زما يقين دې چې د دې دوو ډلو په وجه چا چې د خلقو په ايمانانو باندې لوئ اثر لرلې دې، نومونه يې موسى او محمد دى، نو هغوئ د پاره د خبرتيا وه چې د عيسى په ذات او کردار باندې د هغې په مقابله کښې سوچ وکړى چې هغوئ ته په هغۀ باندې د ايمان په باره کښې وئيلى شوى دى. کېدې شى چې تۀ د دې په اصليت باندې شک وکړې خو زۀ تا ته سوال کوم چې تۀ خدائ يا عيسى ته سوال وکړې چې تا ته ځان په داسې طريقه څرګند کړى نو چې په هغۀ باندې ايمان او يقين جوړ کړې چې هغه مالک او خلاصوونکې دې
ما يو په ٧٠٠ کلب باندې وېډيو وليدلې چې څۀ په کښې د دې مسلمانانو په باره کښې دى چې څوک مسيح ته راځى

www.cbn.com/tv/3166680520001

www1.cbn.com/cbnnews/insideisrael/2012/June/Dreams-Visions-Moving-Muslims-to-Christ

www1.cbn.com/video/fatimas-quest-for-god

morethandreams.org/

لنکونه

د خدائ پاک سره به څنګه تعلق لرې

مسلمان او اسلام ذرائع

پښتو-Pashto

Visions and Dreams of Jesus, Isa, Esa, Yeshu, Yeshua

قران د مقدس کلام حمايت کوى

Friday, November 7th, 2014

قران د تورات، زبور، انجيل د اسمانى وحى حمايت کوى خو بيا هم د نن زما مسلمان وائى چې مقدس کلام ګډ وډ شوې دې او اعتبارى نۀ دې. دا نۀ شى ثابتېدلې او دا خبره بالکل د هغه ډېرو خبرو په شان صحيح ده کوم چې په اسلام کښې موجودې دى

د داسې سوچ لرلو يوه وجه دا ده چې د مقدس کلام ډېرې ترجمې شوې دى نو عقلى خبره دا ده چې دا ټول صحيح نۀ شى کېدلې

هغه وجه چې دومره ډېر مقدس کلامونه ولې دى دا ده چې د نسخو بې حسابه شواهد زمونږ سره موجود دى. تقريبا ٦٠٠٠ ځان له يونانى نسخې د د زړې زمانې د ټولو ليکلو نسخو زياتې موجودې دى
نن سبا ښې چاپ خانې، خورولو او د محفوظولو ذريعې موجودې دى. د مقدس کلام په وخت کښې نسخې لږې او ګرانې وى. نو د محفوظولو او د صحيفو د فورى غوښتنې د ضرورت په وجه دا ځکه اهمه وه چې وليکلې او خورې شى

نسخې د اهمو اصولو او ‌طريقو په مطابق ليکلې شوې چې يهوديانو ورباندې عمل کولو چې اصليت بدل نۀ کړې شى. دا نسخې دا فائده لرى چې يو بل سره وکتلې شى چې صحيح وى او اصليت يې هم معلوم شى. ياد ساته چې د قبولو شوو نسخو فرق د اصلى رسم الخط سره ډېر لږ دې. د نوې لوظ نامې په باره کښې دا هم عجيبه ده که دا تباه شوې وې نو دا به د زړو کليسا نو اخستلو په ذريعه بيا رايو ځائ شوې وې چې د نسخو د ثبوتونو او د اصليت او صداقت تائيد هم کوى

د نوې لوظ نامې د تائيد د پاره د اصلى وحى او د زړو موجودو نسخو په مېنځ کښې د سلو نه واخله ٢٥٠ کالو وخت دې. دا د مخکښينو کتابونو لکه د کيسر ګاليک جنګ د وخت په نسبت ډېره لږه موده ده چې د زرو کالو برابر وخت دې

د مقدس کلام د اصليت معلومو کښې د مړ درياب نسخې مدد کوى چې په قومران کښې په ١٩٤٠ کښې ملاو شوې وې. د هغه وخت پورې د زړې لوظ نامې د ټولو نه زړه د ٩٠٠ قبل مسيح مصورى نسخه ده. کله چې د مړ درياب نسخو ته ګورو چې دا نسخه ١٠٠٠ کاله وړاندې تاريخ لرى نو مونږ ته يو لوئ فرق ښکارى

د مقدس کلام د ګډ وډ کولو په نظام کښې جرګې د دې د پاره کېدلې چې نسخې د قيصو نه پاک وساتى ځکه چې نور غلط کتابونه خوروو او د کليسا مشرانو دا عالمانو ته حوالې کړې چې د مقدسو نسخو په توګه وساتلې شى. د عيسائيانو نېکايا جرګه په ٣٢٥ قبل مسيح او د يهوديانو جرګه جمنيا په ٩٠ قبل مسيح کښې جوړه شوه

د مقدس کلآم د ډېرو ترجمو يو بله وجه عملى ده چې خلقو ته په عامه ژبه کښې ملاو شى. صحابه ته وئيلى شوى وو چې ټولې دنيا ته لاړ شى او د انجيل زېرې خور کړى او دا صرف يوه طريقه ده چې په پخوانۍ طريقې ممکن وو. دا خبره نشته چې د مقدس کلام ترجمه بدله شوې ده. زۀ داسې څوک نۀ ګورم چې ما له هغه مقدس کلام راوړى چې په اصلى عبرانۍ، ارامى او يونانۍ کښې ليکلې شوې وى او زما اميد ساتى چې په مطلب به يې پوهېږم. کۀ ما له دا زړې ژبې راتلې هم نو زۀ په انګرېزى باندې عادت يم او دا به زما ترجمې تعصب وې

قران هم د مقدس کلام په شان د مشکلاتو سره مخ دې چې د ادب تنقيد نه راځى. دا دا د اسمان نه نۀ دې راغورزېدلې او نۀ د الله ګوتو ليکلې دې

زۀ به په اخر کښې وويم چې محمد د مقدس کلام په باره کښې څه هم اورېدلى دى نو هغۀ دا د عيسائيانو او يهوديانو د اثر ذريعو نه اخستى دى چې هغوئ د دې نسخې بنياد ايښې وو. نو کۀ مقدس کلام د تاريخ په هغه وخت چې کله محمد وو کښې ګډ وډ شوې وې نو محمد ته هغه حقيقت څنګه ملاو شو چې بنياد يې په عيسائى او يهودى اثر باندې وو. د مقدس کلام د اسلام نه وړاندې ښې نسخې موجودې دى نو ما ته دا د بحث خبره نۀ ښکارى. کۀ مقدس کلام عيسائيانو او يهوديانو بې ځايه او ګډ وډ کړې وې نو بيا الله د خپل طاقت په ذريعه د مسلمانو د پاره د وحى ابتدا ولې ونۀ کړه. ما ته پته ده چې د دې بحث څۀ فائده نشته خو ما د دې اصلى نتيجه څرګندول غوښتل چې په دې بې ځايه بحث کښې تا ته د بې رابطګۍ پته ولږى

لنکونه

د خدائ پاک سره به څنګه تعلق لرې

مسلمان او اسلام ذرائع

پښتو-Pashto

The Quran Supports the Bible

مياشت او اسلامى ستورې

Friday, November 7th, 2014

اسلام وائى چې دا د هر قسم شرک نه پاک دې خو اوس هم په کښې داسې نښې او عملونه شته چې د شرک د مخکښېنى دور نه ورته پاتې دى او د اسلام په معاشرتى جامه کښې ورننوتلى دى
ما مخکښې په مکې باندې خبرې کړې دى او زۀ د اسلام په يو بل څيز باندې خبرې کوم چې کوم مياشت او ستورې دې
د دې نښې تعلق د ډېرو اسلامى ملکونو سره دې چې په خپلو جنډو کښې يې جوړې کړې دى او دا د هغوئ په جماتونو او مينارو کښې هم ښکارى
دا نښې د اسلام نه وړاندې کېدې شى د اسمانى څيزونو د عبادت سره تړلې وى لکه چې عربو بت حبل دې او د مياشتې خدائ چې د کعبه سره يې تعلق دې
دا مجسمې کېدې شى چې د نورو معاشرو يا د عربو د پلار نيکۀ نه شروع شوې وى خو داسې ښکارى چې دا غېرو قومونو د نښو اخستې شوې وى
دا خبره کول چې اسلام د غېرو قومونو د اقدار نه مختلف دې نو مشکوک سوال دې. دا عمل چې د نورو نه اقدار د مقدسو نښو په توګه واخستلې شى د واحد خدائ په وړاندې عجيبه ښکارى
هم دغه څيز په اسلامى ملکونو کښې هم شته چرته چې علاقائى عقيدې او قيصې د محمد د تعليم سره ملاو شوې دى چې د اسلام د مذهب سره د صفا عقيدى ملاوټ دې
بهرحال دې ويب سائټ وګوره چې ما د زړې زمانې د ثبوتو سره لګولې دې او زۀ به تاسو له اجازت درکړم چې د هغه معاملې سره د انصاف نه کار واخلئ چې مياشتې د خدائ په باره کښې ده

www.bible.ca/islam/islam-photos-moon-worship-archealolgy.htm

لنکونه

د خدائ پاک سره به څنګه تعلق لرې

مسلمان او اسلام ذرائع

پښتو-Pashto

The Crescent Moon and Star of Islam

د صفائۍ او پاکوالى رسم

Friday, November 7th, 2014

کله چې تۀ د دنيا په غټو مذهبونو باندې سوچ وکړې نو هغه د څۀ قسم د صفائى رسم لرل چې تعلق يې د عام ژوند لکه د بچې د پېدائښت او د مرګ د هغوئ د هرې ورځې لکه چې حېض، خوب، جنسى تعلق، بې خودګۍ، د وينو وتلو، د ذکر نه د اوبو وتلو قى، او بيمارو سره دې
د پاکوالى څۀ عمل کښې اودس شامل دې لکه چې بهائيان يې کوى خو نور وائى چې ټول بدن به وينځلې شى
د يهوديانو د پاره په دې رسم کښې د لاسونو وينځل او ميکواه شامله ده او مسلمان غسل او اودس کوى. هندوان اچامه کوى چې د ګنجا په مقدس درياب کښې اچاما او پونياهکنم کول دى. شونى ميسوجى کوى اصلى امريکنى انډين خپل خوږ اوسېدل لرى
خو دا مذهبونه په خپلو نظريو کښې ډېر لوئ اختلاف لرى په دې کښې څۀ قسم د اوبو يو شان والې شته چې د هغوئ د پاره لوئ مطلب لرى چې يو کس ته پته ولږى چې هغه پليت شوې دې چې هغوئ داسې پليت شوى دى چې د پاکوالى ضرورت دې او د صفائى دا علامتى محلول استعمال کړى
دا خبرتيا په مذهبى خبرو کښې ملاوېږى چې د دې په وجه د يو کس احساس پېدا شى چې د دې صفائى دې طريقې نه کار واخلى چې خدائ ته نزدې وى. خو دا خبره چې په بدن باندې د دې څيزونو مږل د روحانى عمل سره يې څۀ تعلق نشته، روحانى عمل ثابتوى چې د دې عمل بار بار ضرورت وى چې وينځلو نۀ ختمېدونکې سلسله وى چې په د صفائى کمې ښکارى. دا صفائى دا عمل ناکام ښکارى چې هسې ځان په تکليف کوى او دا څيزونه په ځان پورې مږى رامږى چې د انسانى کمزورۍ په وجه بار بار پليت کېدل دى. دا احساس موجود وى چې پليتږى بالکل نه ختمېږى او د داسې کس ضرورت وى چې هغه کولې شى چې د هغوئ د انسانى زړه صفائى وکړى
خو کله چې د لمبېدو او وينځلو خبره راشى نو د دې فائدې هم شته چې د يو کس د اندرونى او بېرونى صفائى وکړى، چې هغه مخلص او د حکمت څيز ښکارى، خو بيا هم د څرمنې نه اخوا چې جسم سره تړلې وى چې ابدى روح د صفائى ده
يوشع ربى په دې باندې خپلو يهوديانو داسې خبره کوى

متى ١٥: ١-٢، ١٧-٢٠
بيا دَ فريسيانو اَؤ شرعې دَ عالمانو يوه ډله دَ بيتُ المُقدس نه عيسىٰ ته راغله اَؤ دا سوال ئې راؤړو چه ٢ ”ستا مُريدان ولې پخوانى رسمُونه ماتوى اَؤ دوئ دَ ډوډئ نه وړاندې خپل لاسُونه څنګه چه وينځل په کار دى نۀ وينځى؟
١١ سړې په دې نه پليتيږي چه څۀ شې دَ هغۀ په خُلۀ ننوزى، بلکه په دې چه څۀ دَ خُلې نه وزى
آيا تاسو ته دا نۀ ده معلُومه چه کُوم څيز چه په خُلۀ ننوزى، ګيډې ته لاړ شى اَؤ هغه دَ حاجت په لارې بهر وزى؟ ١٨ خو څۀ چه دَ خُلې نه راوزى هغه دَ زړۀ نه راځى اَؤ دغه څيز بنى آدم پليتوى. ١٩ ځکه چه وران خيالُونه، قتل، زِنا، حرامکارى، غلا، دَ دروغو ګواهى اَؤ کُفر دَ زړۀ نه راوزى. ٢٠ اَؤ دا هغه څيزُونه دى چه بنى آدم پليتوى، خو په نا وينځلو لاسُونو خوراک کول بنى آدم نۀ پليتيږي
د انسان د ګندګۍ نه علاوه چې په يو بل اهم څيز باندې ځان پوهه کړو چې د غلطۍ او شرم ناپاکى لرې کړو چې د اخلاقى ناکامۍ نه پاتې ده. په دې باندې د شکسپئر ډرامه رايادېږى چې په کښې لېډى مکبيت چغه کړى، ګنده داغونو لرې شئ. چې د بادشاه ډنکن د مرګ کردار دې چې د خپلو لاسونو نه د وينو داغونه لرې کړى
د دې رسمونو په کولو سره دا اقرار کولو شى چې اخلاقى ګندګى شته او وينځل د انسان د وس په مطابق يو عمل دې چې په څۀ نه څۀ طريقه د دې ناکامۍ مخه ونيولې شى او صفا کړې شى. زما يقين دې دا ناکامى د هغوئ د خبرتيا، خواهش، رحم او شوق څرګندونه ده چې دا رسمونه وکړى چې د انسان د محدود وس په مطابق د دې حل راوباسى او د دې کار په ذريعه قبوليت حاصل کړى. کۀ دا په څۀ طريقه ممکن هم وې نو مونږ به د ناپاکۍ د لرې کولو ډېر کوشش کولې او په کۀ د خالونو د لرې کولو هر څومره کوشش هم وشى نو هغه نۀ لرې کېږى چې د انسان په زړۀ او روح باندې اوس او مخکښې يې اثر لرلو
لنډه دا چې خو داسې اصلى احساس شته چې ټولو انسانانو ته په ميراث کښې ملاو دې چې مونږ د خدائ پاک معيار نه اوړېدلى يو چې هغه د هغه عدالت احساس دې چې د دې مسئلې په ختمولو کښې ناکامېږى

د روميانو په نوم خط ٢: ١٤-١٦
اَؤ هغه غير يهُودى خلق چه شريعت نۀ لرى خو دَ خپل فطرت په مُطابق پرې عمل کوى خو سره دَ دې چه دَ هغو سره شريعت نِشته، هغوئ ځان ته په خپله شريعت دى، ١٥ ځکه چه هغوئ دَ هغه شريعت پابندى کوى کُوم چه دَ هغوئ په زړُونو ليکلې دې. دَ هغوئ زړۀ دَ هغوئ ګواهى ورکوى اَؤ دَ هغوئ خيالُونه په خپل مينځ کښې په يو بل اِلزامُونه لګوى اَؤ مُدافعت کوى، کله دَ هغوئ په خلاف اَؤ کله دَ هغوئ په حق کښې١٦ په هغه ورځ به خُدائې دَ اِنسان دَ پټو خيالُونو عدالت دَ عيسىٰ مسيح په وسيله زما دَ زيرى په مُطابق وکړى
انسان د دې مسئلې په حل کولو کښې ناکام شوې دې چې د مذهبى بحث د نظريو سلسله ده چې د دې مسئلې حل راوباسى او د نرمۍ طرف ته لاړ شى چې د دهوکې زياتې موجود وى چې خپل ذاتى مقام پرېږدى چې د هغوئ د عقيدې په مطابق يو ط‌رف ته هم نۀ ځى او مذهب يو کمزورې ځائ ښکاره شى چې په سراب کښې روان وى او د ايمان د زمکې په لټون کښې وى نو عجيبه خبره دا ده نو انسان يوه لاره جوړه کړې ده چې په دې باندې برې ومومى چې د خالق خاصه ده
د دې مسئلې په جواب کښې زۀ به يو حل پېش کړم چې د مسيح کار دې هغه د نورو مذهبى بيانونه په شان نۀ دې چې يوه سهاره لټوى چې خدائ ته نزدې شى خو دا د خدائ کار دې چې انسان ولټوى. خو دا نۀ د انسان د طاقت او نۀ د کمزورۍ خبره ده خو پاکى او تقدس د خدائ په فضل سره مفت ملاوېږى چې هغه د خدائ پاک د عبادت او رقوبت ملاوېږى چې زمونږ د وس خبره نۀ وه

تيطوس ٣: ٥
نو هغۀ مُونږ له هم خلاصُون راکړو، خو دَ صداقت دَ هغه ښۀ کارُونو په سبب نه، کُوم چه مُونږ په خپله کړى وُو، بلکه دَ خپل رحمت په مُطابق اَؤ دَ نوى پيدايښت په وينځلو اَؤ دَ رُوحُ القُدس زمُونږ دَ بيا دَ نوى کولو په وسيله

د روميانو په نوم خط ٦: ٢٣
ځکه چه دَ ګُناه بدل مرګ دې خو دَ خُدائې بخښنه زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې دَ تل ژوندُون دې

افسيانو په نوم خط ٢: ٨-٩
ځکه چه تاسو دَ ايمان په وسيله په فضل خلاصُون مُوندلې دې، دا ستاسو له طرفه نه نۀ، بلکه دَ خُدائې بخښنه ده٩ اَؤ دا دَ عملُونو په سبب نۀ ده، دَ پاره دَ دې چه څوک فخر ونۀ کړى

١ يوحنا ١: ٧
خو که مُونږ په نُور کښې ګرزُو لکه څنګه چه هغه په خپله په نُور کښې دې نو بيا مُونږ په خپلو کښې شراکت لرُو، اَؤ دَ هغۀ دَ زوى عيسىٰ وينه مُونږ دَ هر يو ګُناه نه پاکوى

١ يوحنا ١: ٩
که مُونږ دَ خپلو ګُناهُونو اِقرار کوُو نو هغه وفادار اَؤ صادِق دې، اَؤ هغه به زمُونږ ګُناهُونه مُعاف کړى اَؤ دَ هر قِسم بدو نه به مو پاک کړى

کېدې شى چې تۀ اعتراض کوې چې دا خو د نورو مذهبونو نه بدل دې کومه چې په اوبو کښې د پاکوالى بپتسمه ده او زۀ ستا خبره منم خو دا تش غسل دې چې په کليسا کښې وپېژندلې شى خو د غلط ايمان په توګه څوک پليت دې. حقيقى بپتسمه په ايمان کښې اهم مقام لرى چې په بنيادى توګه د پاکوالى د مسيح د ژوند د پاکې او قيمتى وينې يوه نښه ده چې ټول ايمانداران صفا کوى او صادق يې ګرځوى او د روح القدوس په ذريعه ذاتى بدلون په کښې راولى چې د بيا پېدا کېدو په ذريعه يې زړۀ بدلوى. د اوبو بپتسمه يوه ګواهى ده چې په حقيقت کښې د هائيډروجن او اکسيجن سره شامله نۀ ده او د اوبو نه څۀ ګټه نۀ اخلى خو د مسيح د خلاصون د کار په ذريعه ملاوېږى چې روح القدوس په کښې اوسېږى او د هغۀ زړۀ او ژوند بدل کړى. خداي پاک په خپله د خلاصون او د روح القدوس تحفه ورکوى چې د انسان د غسل په ذريعه نۀ ملاوېږى خو د اوبو بپتسمه تشه يوه نښه ده چې د خدائ پاک طاقت ظاهروى لکه چې د مور د خېټې نه يو نوې بچې پېدا کېږى، چې هغه د انسان په خوښۀ نۀ پېدا کېږى خو د خدائ پاک سره د تعلق په ذريعه چې د مسيح او د رورح القدوس په ذريعه بيا پېدا کېدل دى. دا بيا پېدا کېدل د هندوانو يا بدمت د بيا ژوندى کېدو په شان نۀ دى، خو دا مسيح کار دې چې روح القدوس د ايمان او د هغۀ په خلاصون باندې يقين کولو نه پس راځى
د دې ايتونو بنياد د اسرائيليانو د عبرانى پېغمبر حزقيل ٣٦: ٢٥-٢٧ د پېشن ګوئۍ په مطابق دى
زۀ به په تاسو باندې صفا اوبۀ وشيندم اؤ زۀ به تاسو د ټولو بُتانو اؤ ستاسو ټولو نپاکۍ نه پاک کړم.
٢٦ زۀ به تاسو له نوې زړۀ اؤ نوې رُوح درکړم. زۀ به ستاسو نه هغه د کاڼى په شان سخت زړۀ لرې کړم اؤ يو تابعدار زړۀ به درکړم.
٢٧ زۀ به په تاسو کښې خپل رُوح واچوم اؤ ما ته به دا پته ولږى چې تاسو زما په قانُون باندې عمل کوئ اؤ زما ټول حُکمُونه منئ

ربى يشوع د سکوت يا د خېمو د اختر په وخت ووئيل

يوحنا ٧: ٣٧-٣٩
دَ اختر په آخرى اَؤ دَ ټولو نه په لويه ورځ عيسىٰ ودريدلو اَؤ په چغو ئې ووئيل، ”څوک چه تږې وى هغه دِ ماله راشى، هغه دِ وڅښى. ٣٨ اَؤ څوک چه په ما ايمان راؤړى، لکه چه صحيفې وائى ”دَ ژوندُون دَ ابو سيندُونه په دَ هغۀ نه بهيږى.“ ٣٩ عيسىٰ دا خبره دَ هغه رُوحُ القُدس په باره کښې وکړه، کُوم چه په هغه چا نازليدُونکې وُو چا چه په عيسىٰ ايمان راؤړو، ځکه چه رُوحُ القُدس لا نازل شوې نۀ وُو، ولې چه عيسىٰ لا خپل جلال ته رسيدلې نۀ وُو
پخوانو يهوديانو د خدائ پاک د عبادت کولو په ذريعه عرضى سکون موندلو چې د عبرانيانو په نوم خط ١٠ کښې دې خو دا يو علامت وو حقيقت نه خداي پاک د زمونږ د پاکوالى د پاره مسيح رالېږلې دې چې د خدائ د ګډورى په توګه د همېشه د پاره قربانى شوې دې چې څوک د دنيا ګناه لرې کوى. دا خبره کول چې اوس يهوديانو ته د عبادت، د روژې، ښۀ عمل د رسمه توګه د قربانۍ ضرورت نشته نو دا به د وحى خلاف ورزى وى چې د تورات نۀ انکار دې. لکه چې د ليويانو کتاب ١٧: ١١ وائى
د هر ژوندى څيز ژوند په وينه کښې دې اؤ دا ځکه مالِک‌خُدائ حُکم کړې دې چې ټوله وينه به په قُربان‌ګاه توئ کړې شى چې د خلقو د ګُناه کفاره ادا شى، دا وينه ده چې د ګُناهُونو کفاره ادا کوى
کۀ تۀ هر څومره مونځونه اودسونه وکړې خو ستا ګناه به ختم نۀ شى د هغه قربانۍ نه بغېر چې خدائ پاک د خپل رحم او فضل په ذريعه د مسيح په ذاک کښې ورکړې ده. يشعياه ٥٣؟
نو هم دغه زما د مسلمانو ملګرو د پاره چې څوک د مسيح د مرګ انکار کوى نو هغه د پېغمبرانو په دفتر کښې ناکامى ده او هغه نقطه هيروى چې دا د خدائ پاک لويه منصوبه وه چې ابراهيمى کفاره ورکړى چې د مسيح په شکل کښې يې عرضى بې عزتى او شرم قبول کړو چې په صليب شو او د جلال طرف ته تلل دى. د عبرانيانو په نوم خط ٢: ٩-١٨و ١٢: ٢

په اسلام کښې د مسيح صليب کېدل

په اخر کښې مسيح د ژوند اوبۀ ورکوى چې ستا تنده ماتوى او روح دې تازه کوى او اسمانى پلار دې هغه اوبو ته بوځى خو هغه به يې درباندې په زور نۀ څخى. نو زما ملګريه زۀ تا ته وايم لکه چې د سامرى ښځې په شان چې دا اوبه وغواړه چې کومې د دروغو مذهب ، ډلې، فلسفې په ځائ ستا روحانى تنده ماتوى او اوچت مقام ته دې بوځى
يوحنا ٤: ١٠، ١٣-١٤
عيسىٰ هغې ته جواب ورکړو چه ”که تۀ په دې خبر وَې چه دَ خُدائې بخښنه څۀ ده اَؤ تا نه چه څوک اوبۀ غواړى، دا دې څوک، نو تا به دَ هغۀ نه خواست کړې وُو اَؤ هغۀ به تا ته دَ ژوندُون اوبۀ درکړې وې
عيسىٰ ووئيل، ”هر هغه څوک چه دا اوبۀ وڅښى هغه به بيا هم تږې کيږى١٤ خو کُومې اوبه چه زَۀ ورکوم دَ هغې دَ څښلو نه پس به څښُونکې هيڅکله هم بيا نۀ تږې کيږى. زَۀ چه کُومې اوبۀ ورکوم هغه به په هغۀ کښې دَ ننه يوه چينه شى چه هميشه به بهيږى اَؤ دَ تل ژوندُون به ورله ورکوى
په اخر کښې مسيح تا له دعوت درکوى

اَئې تاسو چه ټول خوارى کوئ اَؤ پنډ مُونږ درُوند دې، ماله راشئ اَؤ زَۀ به آرام درکړم. \٢٩ زما جغ په غاړه کړئ اَؤ له ما نه زده کړئ، ولې چه زَۀ حليم يم اَؤ په زړۀ کښې غريب، اَؤ ستاسو رُوحونه به آرام مُومى. ٣٠ ولې چه زما جغ په وړلو کښې پوست دې اَؤ زما پنډ سپک دې

لنکونه

د خدائ پاک سره به څنګه تعلق لرې

مسلمان او اسلام ذرائع

پښتو-Pashto

Ritual cleansing and purification

شرک او اسلام

Friday, November 7th, 2014

ما مخکښې او په دې مضمونونو کښې په اسلام باندې د شرک او بت پرستۍ د اثر په باره کښې ليکلى دى

مياشت او اسلامى ستورې

ايا کعبه مقدسه ده؟

د اسلام د شرک په باره کښې يو بل مشهور کتاب شته چې نوم يې :شيطانى ايتونه: دې چې محمد د هغې تلاوت په سورت ٥٣: ١٩-٢٠ پسې وکړو کوم چې د شروع په اسلامى تاريخ کښې ليکلې شوې دې او د مشهورو کسانو لکه چې ابن سعد او د ال تبرى د محمد سوانح نه اخستې شوې دې. خو دا قسط د مکې اوسېدونکو د پاره د کور په شان وو چې د هغوئ د ښځې بتې لات، عزه او منات اختيار او موثره عبادت منل وو، ګنى دې ته د الله لوڼې وئيلې شوې، د دې د پاره چې خپلوان او ګاونډيان اسلام ته راواړوى خو وروستو لرې کړې شول وئيل چې دا د شيطان دهوکه وه چې جبرائيل محمد و حى خرابولو په وجه صحيح کړو چې د قران ايتونه ٢٢: ٥٢، ٥٣ وو چې په کښې د غلطو خديانو رد کول هم وو. ٥٣: ٢١-٢٢
لنډه دا چې زما په خيال دا بيانونه دا د دې تحريک دهوکه بازى ښائى لکه چې محمد کله په عرضى توګه د مدينې د يهوديانو مرسته وکړه چې د يرشليم د شمال طرف مونځ وکړى او مکې ته شا کړه چې ورستو هغۀ واپس واخستلو چې يهوديانو د هغۀ پېغام رد کړو چې وروستو يې په زور د مدينې نه وويستل
دا ټوله قيصه د اسلام مرکزى نظريې د پخې کلمې شهاده وئيلو سره سمون نۀ خورى چې د خدائ د وحدانيت بنياد او د محمد د اختيار کردار چې رښتونې پېغمبر دې، سره د اسما د عقيدې چې اسمانى حفاظت چې محمد به د غلطۍ نه ساتى چې په دې ځائ کښې ناکام شو چې صرف د جبرائيل حکم وو او د الله په وحى په توګه دروغ دى. نو د محمد په نور وحى باندې شک کول هم بې ځايه نۀ دى چې کېدې شى چې ذاتى دروغ يا شيطانى وحى وى
په اخر کښې دا کېدې شى دا به محمد د يو معزز پېغبمر ګستاخى يا بې ادبى وى خو په دې باندې ښۀ سوچ په کار دې چې د اسلامى طرفدارانو بيانو نه علاوه چې دا د امتحان يا د ټولو کتابونه نه انکار په نظر ګورى

لنکونه

د خدائ پاک سره به څنګه تعلق لرې

مسلمان او اسلام ذرائع

پښتو-Pashto

Paganism and Islam

محمد او معجزې

Friday, November 7th, 2014

په قران کښې دى چې محمد کومه يوه معجزه کړې وه نو هغه د قران وحى ده، سورت ٢٩: ٤٩-٥٢، سورت ١٧: ٩٠-٩٣ او ما د قران په باره کښې نور په دې کښې ليکلى دى

ايا قران مقدس دې؟

کۀ د قران ايتونه صحيح وى نو دا د نورو منلې شوو اسلامى کتابونو لکه صحيح بخارى خلاف دى چې په کښې داسې عجيبه دعوې موجودې دى لکه چې وائى محمد هغه ونه خاموشه کړې چې په هغې باندې يې خپل لاسونه مګلى وو، ٤. ٧٨٣، او د مکې خلقو ته يې معجزه وښودله چې حرام په غرۀ باندې مياشت دوه ټوټې شوه، ٥. ٢٠٨
ظاهره ده چې دا سوډيګرافيکل انجيل او د نج حمدى په شان تشې قيصې دى چې په هغې کښې هم دغه شان غېر اعتتبارى قيصې دې چې تشې خيالى قيصې دى. څه مسلمان به دا سوډو عيسائى کتابونه د دې ثابتولو د پاره استعمالوى چې قران وائى چې مسيح د تکليف نه ډک او په عظيم مرګ مړ شوې وو
ما په صليب کېدو باندې يو بل مضمون ليکلې دې چې د دې تاريخى واقعې يو مصدقه ثبوت دې

په اسلام کښې د مسيح صليب کېدل

لنډه دا چې د نج حمدى په شان حديث هم د عيسى نه د محمد په شانپس د محمد په شان ډېر وروستو راغلى چې ډېره موده په کښې وه چې د يو کس د قيصو جوړولو او د ډرامې د جوړلو د پاره کافى وو

لنکونه

د خدائ پاک سره به څنګه تعلق لرې

مسلمان او اسلام ذرائع

پښتو-Pashto

Muhammad and Miracles

Holman QuickSource Guide to Christian Apologetics, copyright 2006 by Doug Powell, ”Reprinted and used by permission.”

عيسى اخرى پېغمبر

Friday, November 7th, 2014

څۀ موده وړاندې ما ته يو مسلمان ملګرى ووئيل چې محمد اخرى پېغمبر دې. دا عقيده د عبرانۍ صحيفو نه راځى چې د تثنياه په کتاب ١٨: ١٥ کښې ده
د صحيفې مطلب هر ګز دا نۀ وو چې په اسلام کښې پورا شى، چې کوم به د غېرو قومونو مذهب وى او د عبرانيانو په مطابق به دروغژن خدائ وى، چې د پېشن ګوئۍ غلط استعمال يې کړې وى
موسى دا خبرې عبرانيانو ته کړې وې او دا عبرانيانو ته د يو عبرانى د طرف نه دى. د تورات د نازلېدو نه پس چې د اسرائيليانو سره لوظ وو او د پطروس په مطابق اعمال د رسولانو ٣: ٢٢ او سټيفن په په مطابق اعمال د رسولانو ٧: ٣٧ دا پېشن ګوئ د اخرى پېغمبر عيسى مسيح په باره کښې ده
موسى بنى اسرائيلو ته ووئيل چې خدائ پاک به ستاسو د وروڼو نه زما په شان يو پېغمبر پېدا کړى. کله چې د دې ترجمې کېږى نو د وروڼو ټکې ډېر اهم دې. چې د عبرانيانو د نسل د پاره دې
خو د عبرانيانو او د عربو د پلار نيکۀ په مېنځ کښې څۀ نه څۀ تعلق شته خو دا ايتونو صفا د اهل کتابو بنى اسرائيلو د پاره دى
دا ايتونه عيسائيانو غلط نۀ دى ترجمه کړى چې ګډ وډى يې په کښې کړې وى ځکه چې تورات د يهوديت بنيادى کتاب دې چې عيسى له د پېغمبر لقب او درجه ورکوى
کېدې شى چې تۀ هم د يهوديت د غټې عقيدې سره متفق شې چې عيسىى لوئ پېغمبر نۀ منى خو دا به هغه ازادۍ سره متفق نۀ شى چې اسلام د دي ايتونه نه اخستې ده
چې کله تۀ د بنى اسرائيلو د پېغمبرانو سلسلې ته ګورې نو تا ته به د يهوديانو غټ انکار پته ولږى. د عيسى په باره کښې د ټوله نه غټه پېشن ګوئى په يشعياه کښې ده. يشعياه ٥٣ وائى چې هغه تکليف شوې خادم دې چې انسان رد او سپک کړو خو خدائ قبول کړو.
زما سوال دې چې تۀ به د عيسى د صحيح مقام نه انکار نۀ کوې د چا د اخرى اختيار په باره کښې چې صحيفې خپل تکميل او مقصد مومى
د نبوت اواز چې وراثت خاص کوى چې په نتيجه به واورى او پېغام او تکميل به يې قبول کړى چې د عيسى په ذات کښې پورا کېږى. عبرانيانو په نوم خط ١: ١-٢. د چا د اورېدو غوږونه شته نو هغوئ د روح القدوس غږ اورى. آيا تۀ د خدائ پاک آواز اورې؟

لنکونه

د خدائ پاک سره به څنګه تعلق لرې

مسلمان او اسلام ذرائع

پښتو-Pashto

Jesus the Last Prophet

مسيح د خدائ زوئ دې

Friday, November 7th, 2014

اسلام به وائى چې د خدائ زوئ نشته او زۀ وايم چې اکثر زۀ د دې سره متفق يم چې بنياد يې د زوئ توب په پوهه باندې دې. مسيح په يو بې مثاله معجزانه توګه پېدا شوې وو زۀ منم چې خدائ جنسى تعلق نۀ ساتى او بچى نه پېدا کوى. د دې عقيدې بنياد د غېرو قومونو په قيصو باندې دې او داسې شته چې د دې تعليم ورکوى

ډاکټر مائيکل براؤن کوم چې د يهوديانو د ژبو ماهر دې کومه چې د يهوديانو اصلى ژبه او دوستور دې او مقدس کلام د دې تصور حکم ورکړې دې. په شروع کښې مونږ به دا خبره په ذهن کښې ساتو چې زمونږ د يويشتمې صدۍ دماغ د زړې زمانې د عبرانۍ په شان سوچ نۀ لرلو. د خدائ د زوئ ټکې په عبرانو صحيفو کښې ډېر ځله استعمال شوې دې چې اسرائيل ته خپل زوئ وائى، او داسې بادشاهانو، فرښتو ته نو هم. چې عسى مسيح دې نو هغه د دې لقب واحد نمائنده دې چې هغه د اسرائيل اولاد دې خو هغه د بادشاهانو بادشاه او د مالکانو مالک هم دې او هغه د اسمانى فرښتو نه اوچت دې. چې هغۀ له شناخت ورکړې شوې دې نو بيا هغه د دې لقب د خدائ د زوئ څومره حقدار دې

په مقدس کلام کښې په عبرانۍ کښې د زوئ ټکې بن، په آرامى کښې بر او په عربۍ کښې ابن دې. د دې حواله د دنياوى اولاد سره هم ورکولې شى نو تا ځکه د دې ټکى نه د زوئ مطلب اخستې دې يا دا په علامتى توګه استعمالېږى لکه چې د پېغمبرانو زامن چې معنه يې د پېغمبرانو شاګردان دى. کله چې دا د اسرائيليانو بادشاهانو حواله ورکوى نو د دې زوئ مطلب الهامى وى لکه چې په ٢ سموئيل ٧: ١٤ کښې وائى چې زۀ بۀ د هغۀ د پلار او هغه به زما زوئ وى او دا د اسرائيليانو د پاره هم استعمالېږى لکه چې هجرت ٤: ٢٢-٢٣ چرته چې خدائ وائى چې اسرائيل زما وړومبې پېدا شوې زوئ دې او ما تا ته وئيلى دى چې زما زوئ پرېږده چې زما عبادت وکړى. خو د زوئ بله معنه هم د هغه درجې کېدل دى لکه چې فرښتې. زما مطلب دا نۀ دې چې فرښتې د خدائ زامن دى خو هغوئ ته بنى الوهيم يا د خدائ زامن وئيلى شوى دى. دا ټکې د اسرائيليانو د تابعدارو خلقو د پاره هم استعمالېږى هوشع ١: ١٠. چرته چې وائى اِسرائيليان به د سمندر د شګو په شان ډېر شى اؤ څوک به يې شمېرلې نۀ شى اؤ نۀ به يې څوک اندازه لګولې شى. نو خُدائ‌پاک هغوئ ته وائى، ”تاسو زما خلق نۀ يئ،“ خو هغه ورځ راروانه ده چې هغه به ورته وائى چې، ”تاسو د ژوندى خُدائ‌پاک بچى يئ

لنډه دا چې د زوئ او پلار ټکى علامتا استعمالېږى چې د مقدس کلام د دې زمانې د ټکو نه مختلف دى نو ستا تعصب يا استعمال کښې چې دا ټيک ستا ژبې په مطابق استعمالېږى نو دا غلط دى چې د زړې زمانې د مقدس کلام د نظريې نه بالکل بل شان دى

لنکونه

د خدائ پاک سره به څنګه تعلق لرې

مسلمان او اسلام ذرائع

پښتو-Pashto

Jesus is God’s Son

* Of special note regarding the title and term ‘Son of God’ , it is used in its most unique and supreme sense as a reference to the divinity of Jesus as the Christ in Mathew 28:16-20, John 5:16-27, and Hebrews 1.اسلام او د مسيح خدايتوب-Pashto

د ښځو په باره کښې اسلامى نظريه

Friday, November 7th, 2014

د ښځو د حقونو په باره کښې کېدې شى چې په اسلامى معاشره کښې مختلف اصول وى چې بنياد يې په قران او حديث باندې دې چې لاندې او محدود ژوند تېر کړى
اسلامى نظريه په تعصب باندې دې او په څۀ وجو د ښځو د احتصال اجازت ورکوى
په قران ٤: ٣٤ د ښځو د وهلو اجازت ورکړې شوې دې. د انسان فطرت دې چې د خپل د ژوند ملګرى سره د مينې ښۀ تعلق ولرى چې د اعتبار ماحول پېدا شى چې بنياد يې د يو بل په حفاظت او د خيال ساتلو باندې دې. نو دا اصلاح عمل د مينې صحيح اظهار طرف ته دې بوتلې شى؟ نو کۀ دا حالت وى نو چې کله خاوند په غلطه وى نو د هغۀ اصلاح به څنګه کولې شى. نو ولې د دې جواب نۀ دې په کار کۀ په هغه غلطه نۀ وى يا د هغۀ د لوئې په وجه هغۀ ته د اصلاح ضرورت ورته نۀ وى؟
کېدې شى چې په ښځو کښې اخلاقى کمې وى نو دا حديث ځکه د ښځې ذات د اصلاح خبره کوى. د دې ټولو حديثو نه پس دا تصور ورکوى چې ښځې په روحانى او اخلاقى توګه محرومه دى او د بدۍ ‌طرف ته مائيلې دى. حديث وائى چې په دوزخ کښې به د ښځو اکثريت وى او ډېرې لږې به په جنت کښې وى. مسلم جلد ٤ حديث ٦٥٩٧ صفحه ١٤٣٢ او مسلم جلد ٤ حديث ٦٦٠٠، صفحه ١٤٣٢
اسلامى نظريې ځنګلى خوبې هم لرى چې د نر د جنسى اظهار نه ګېر چاپېره تاوېږى. د خدائ نه يرېدونکې سړې به په جنت کښې د سلو حورو سره په يو ورځ مباشرت کوى، سورت ٥٥. نو کومې لږې ښځې چې جنت له لاړې شى نو هغوئ له به برابر حيثيت ورکولې شى څۀ؟ هغه ښځه کومه چې ټول عمر د خاوند وفاداره وى څنګه به برداشت کړى چې يو ورځ به د هغې خاوند په جنت کښې پردې ښځې رانيسى چې د خوند نه به ډکې وى او په ابدى ژوند کښې به ملاوېږى. کۀ د هغۀ د جنت د پاره دا مقصد وى نو د ښځې په توګه به د هغۀ ستا سره په دې لنډ ژوند کښې څه مقصد وى؟ کۀ هغه غواړى چې په ابدى ژوند کښې خوندونه واخلى نو بيا د هغۀ سره په تعلق کښې تۀ د دې مقصد د پاره د هغۀ خدمت نۀ کوې. کله چې هغه په دې دنيا کښې تا نه ښۀ خوند واخلى نو په هغۀ پسې به جنت د تلو څۀ فائده نۀ وى ځکه چې د هغۀ ضرورت به د نورو سره پورا کېږى
قران او حديث د خاوند د جنسى تسکين نظريه هم لرى چې د ښځې د خيال ساتلو ضرورت په کښې نشته قران ٢: ٢٢٣، مشکوة المسبيح صفحه ٦٩١، ترمذى، بخارى جلد ٧، حديث ١٢١، صفحه ٩٣
د دې نه علاوه په مختلفو اسلامى معاشرو کښـې جنسى پيچيدګۍ هم شته چې په کښې د جينکو سنت کول هم شامل دى چې هغوئ د جنسى خواهش د را اوچتېدو نه بچ وساتلې شى. په دې باندې بحث کښې چې ايا محمد د دې اجازت ورکړې وو کنه خو خو دا اوس هم په ډېرو ملکونو کښې کېږى
بله دا چې مسلمان قانونى کنجرتوب يا متعه هم کوى کومه چې د عرضى نکاح په شکل کښې د دې د پاره موجوده ده چې د مسلمانو سړو جنسى ضرورتونه پورا کړى.
يو بل څيز چې ډېر نازک دې او معاشرتى پي پيچيدګۍ پيدا کوى هغه په کورنۍ کښې د ټولو ښځو کول دى
په دې معاشرتى خرابو باندې پوهېدو باندې د پوهېدو د پاره د يو معاشرتى عالم ضرورت نشته. يو کس به د معاشرې د اخلاقى اقدارو خلاف بحث کوى خو مونږ د بنيادى ضرورتونو خبره کوو چې د انسان د عالمګير موجودګۍ خبره کوى
کېدې شى چې د اسلام په معاشرتى جال کښې ګېر يې چې ځان له ښکارې يا په بدقسمتۍ سره هيڅ پته درته نۀ لږى. تا ته پته نۀ لږى چې د اسلام د ظلم په وجه څۀ ښځې په جسمانى يا ذهنى توګه وهلې شوې دى. کۀ تۀ د دې حقيقت سره مخ کېدو ته تيار نۀ يې نو تۀ به په اسلامې معاشره کښې اموخته شوې يې. کېدې شى تا ته وئيلى شوى وى چې دې خبرو ته ځان تيار کړه په دې مسئلو باندې سوچ نۀ کوې چې ما بل اعتراض ته بوځى
د حديث په مطابق ښځې کم عقلې دى. د دې نظريې په مطابق د ښځو ګواهى نيمه ده ځکه چې هغوئ نيمه اندازه لګوى. کله چې د خلقو دا ايمان جوړ شى چې هغوئ کمزورې دى نو د هغوئ استعمالول او قابو کول اسان وى. نو د سړى قبضه کوونکى مذهب نه هم دغه څيز ملاوېږى چرته چې د عزت په ځائ د زور بادشاهى وى
بخارى دريم جلد حديث ٨٢٦، صفحه ٥٠٢
ما ته پته ده چې دا بلاګ سخت خبرې لرى زما اميد دې چې ما خپله خبره نېغ په نېغ سخته نۀ وى کړې. په حقيقت کښې زۀ د اسلام د ادب عزت کوم خو د دې دا مطلب نۀ دې په کار چې ښځې راګېر کړې او د هغوئ انسانيت کم کړې
سړو زۀ تاسو ته وايم چې د اسلام په دعوو او د دې د ښځو سره په سلوک باندې غور وکړئ. کۀ تاسو په دې زور ظلم باندې عمل هم نۀ کوئ نو په اسلام کښې دا خبرې موجودې دى چې د هغې تائيد دې اسلام مقدس ايتونه او حديث کوى. ياد ساتئ چې دا ښځې زمونږ مېندې دى چې د چا نه پېدا شوى يو او چې کله کمزورى وو نو مونږ له خوراک راکولو. هغوئ د هغه عزت حقدارې دى چې خدائ پاک ورکړې دې چې زمونږ د سړو په توګه د ودې خيال ساتى.
زۀ غواړم چې پته درته ولږى چې اسلام خپل خدائ جوړ کړې دې او ستاسو د ايمان قدر کوم خو زۀ تاسو هغه حقيقت ته ورخبروم چې دا مذهب تاسو د تباهۍ طرف ته بوځى
د خدائ پاک بنيادى کردار هغه مينه ده په مقدس کلام کښې بيان شوې ده او اسلام د دې خدائتوب خلاف دې. خدائ پاک منصف دې هغه مهربان، رحم کوونکې، نرم، رحيم، صابر او امن پسند دې. دا به هغه خوبۍ وى چې د الله سره تړلې وى خو څۀ ثبوت نشته چې د دې په منونکو کښې موجودې وى. اګرچې لږې پېسې غريبانو له ورکولې شى خو بيا هم چرته اسلامى انسانى تنظيمونه نشته خصوصا د خپلو معاشرو د پاره ځکه چې دا به د کافرانو کار ګڼلې شى. اسلام وحى نۀ ده بلکې د قبضې او تشدد نه ډک دې چې د زور نه کار اخلى او په ټوله دنيا کښې خپل اثر خوروى. د اسلام سره ستاسو غم نشته بلکې غټ مقصد يې په دنيا قبضه کول دى. تۀ به وائې چې ازاد خياله مسلمان يې چې دا د اسلام د ايمان او عمل سره سمون نۀ خورى. دا اسلام دې چې ستا عمل خپل خدمت د نظريې لاندې ټيک کوى. کۀ تۀ وائې چې د اسلام په داسې نظريه باندې عمل نۀ کوې نو تۀ به يو عام مسلمان يې او د الله تابعدار به نۀ يې. تا ته به پته وى چې ستا په زړه کښې څۀ کمې شته زما يقين دې چې دا به د خدائ د مينې په طرف باندې د دروازې کولاوېدل وى
ځکه چې خدائ پاک د دې دنيا سره دومره مينه وکړه چې مسيح يې ورکړو چې څوک هم په هغۀ ايمان راوړى نو هلاک به نۀ شى او ابدى ژوند به بيا مومى
نو ښځو زما يقين دې چې ستاسو ذهن کار کوى چې صحيح فېصله وکړئ چې د مينه ناک خدائ ايتونه د جعلى مذهب په ځائ حقيقت وپېژنئ
په اخر کښې زۀ سوال کوم چې زۀ دا خبرې کوم نو ستاسو د عزت کمې مې نۀ وى کړې. دا په تاسو باندې حمله يا تکليف رسول نۀ دى اګرچې زما خبرې سختې دى. زۀ د نفرت پېش کش نۀ کوم. زما سره ستاسو د روح صحيح فکر دې او کله کله چې تاسو په معاشره کښې راګېر يئ نو د معاشرې نه وتلل ستاسو د پاره مشکل وى
په اخر کښې زۀ تاسو ته وائم چې د خدائ پاک په مخکښې کولاو زړه او حقيقت پسند شئ. په شروع کښې به يرېږئ ځکه چې د ايمان والا خلق نۀ غواړى چې د خپل دين نه واوړى خو زۀ درته وايم چې خدائ ته سوال وکړئ خپل مينه درباندې د پخې او حقيقى مينې سره ښکاره کړى چې هغه مسيح دې

دا يو څو ويب سائټونه دى چې په تحقيق کښې به ستاسو مرسته وکړى

Bible

4laws.com/laws/languages.html

لنکونه

د خدائ پاک سره به څنګه تعلق لرې

مسلمان او اسلام ذرائع

پښتو-Pashto

Islamic view of Women