کله چې د مسيح د مرګ خبره کېږى نو دا مقدس کلام او د قران د تضاد نۀ دې، نو د نورو خبرو په شان په دې باندې هم سوچ کول په کار دى چې په فطرت کښې د دنيا معامله ده چې بنياد يې په تاريخ يا د مسيح په صليب باندې بد مرګ دې نو ځکه هغوئ د عيسائيت د عقيدې سره روغه جوړه کول نۀ غواړى. په دې ذرائعو کښې د وخت مارا بار سراپيون، يهودى تالمود، تهالس، کورنليس، تاسيتس او فلاويس شامل دى. يوسف څوک چې د روميانو او يهوديانو نمائندګى کوى
په سولۍ کښې څه پټ هم نۀ وو شوى او د مسيح د دښمانانو د پاره تشه د غلطۍ واقعه نۀ وې د مسيح د لاش سره تر قبر پورې څوکيداران موجود وو. د هغوئ سره د هغۀ د مرګ پروا نۀ وه خو د هغوئ سره د هغۀ د بيا ژوندى کېدو او د لاش د پټولو فکر وو
د لوظ نامې په مطابق کۀ دا کار د دهوکې وې نو پچيده به وې په دې کښې به نۀ صرف هغه لويه واقعه شامله وې بلکې هغه هر څۀ چې صليب کېدو ته ځى او د مسيح بيا ژوندى کېدو ته ځى
په حقيقت کښې د مسيح مرګ په سولۍ نۀ وو شروع شوې خو د تکليف بنياد وو او دا د روميانو او يهوديانو د عدالت نه پس وو. نو په دې ټول وخت کښې هغوئ مسيح د نزدې نه وليدو چې د هغۀ په پېژندګلو کښې څۀ شک نۀ وو
د ميسح ژوند او خدمت د هغۀ په سولۍ کېدو نه مخکښې ډېرو خلقو ليدلې وو او د سولۍ کېدو په وخت کښې هر قسم خلق موجود وو. په دې کښې رومى سپاهيان، مذهبى يهوديان او د مسيح ملګرى چې کېدې شى يوحنا رسول هم په کښې وې
د مسيح د سولۍ کېدو په وخت کښې د هغۀ سره خلقو خبرې هم کولې چې د نظر د دهوکه کېدو به د هغه چا د پاره ډېر مشکل وو چې چا هغه پېژندلې. د دې نه علاوه دا به د خدائ د شان خلاف وو چا رښتيا پټولې چې خلق دهوکه کولې شوې چې يهودا مسيح دې
د عدالت او د سولۍ په وخت چې کومې خبرې شوې وې د هغې څۀ تعلق نشته چې يهودا وئيلې وى چې زۀ مسيح يم. هغه کس دا خبره هم کړې وه چې تۀ به زما سره نن په جنت کښې يې يا دوئ معاف کړه ځکه چې دوئ نۀ پوهېږى چې څۀ کوى او خدايه زۀ تا ولې پرېښې يم. دا خبرې مظلوم کس کړې وې هغه چا نه چې بې وفائى يې کړې وه
مونږ ته دا پته هم شته چې د مسيح د بيا ژوندى کېدو نه پس جسمانى ثبوتونه هم وو چې مسيح خپل زخمونه ښکاره کړل کۀ په دې کښې څه د دروغو خبره وې نو په نوې لوظ نامه کښې به هغه بهرنى ثبوتونه وې چې ما ذکر کړى دى. زړۀ لوظ نامه هم دا خبره کوى نو عيسائيانو په دې کښې بدلون نۀ دې کړې ځکه چې يهوديانو د عيسائيت مخکښې دا محفوظ کړى وو. کله چې دنياوى يهودى به شکه زړه لوظ نامه لکه چې عزياه ٥٢: ١٣- ٥٣: ١٢ او زبور ٢٢ واورى نو هغوئ د مسيح د سولۍ او دې مظلوم خادم سره تړى. په دې وخت کښې هغوئ اکثر اعتراض کوى چې تا دا خبره د عيسائيانو د مقدس کلام نه وکړه او پته هم ورته نۀ لږى دا د هغوئ په صحيفو کښې ده. په دې ايتونو کښې صرف د سولۍ کېدو تفصيل نۀ دې چې دروغ شوې به وې خصوصا د هغه وخت نه چې کله دا خبرې شوې وې نو سولۍ کېدل لا نۀ وو شوى. خو زه تاسو ته د مقدس کلام ايتونو دا لنک په انګلش کښې لېږم
Isaiah
Psalms
اخرى خبره د نن زمانې بې ايمانه هم کېدې شى د مقدس کلام خبره نۀ منى خو په سولۍ کېدل اکثر منى او کېدې شى چې هغوئ هغه څوک وى چې وائى داسې انقلابى هم داغه سزا ورکول په کار وو
په اخر کښې د مسيح د جذبې نه وړاندې د هغه پېغام تصديق کوى چې د هغۀ د خپلې خاتمې او مرګ په باره کښې وړاندې وئيلى وو چې کوم شاګردان حيران وو چې داسې به ونۀ شى. په شروع کښې د هغوئ د توقعاتو وجه دا وه چې په هغه وخت کښې يهوديان د غېرو قبضې لاندې وو او مسيح د هغوئ د پاره نجات دهنده وو نۀ چې په سخت مرګ مړ شى. نو د هغۀ شاګردانو به ولې ځان هغه ښکاره کولې چې دا خبرې مسيح په خپله د خپل مرګ په باره کښې کړې دى نو د دې قيصې جوړولو کښې به يې څۀ عرض وې چې د هغوئ مشر د دښمنانو د لاسه مړ شى؟ د انسان په نظر کښې دا کمزورى او د مسيح شکست ښکارى. د هغوئ د پاره به دا ښۀ ښکارى چې د قران په مطابق لاړ شى او مسيح بې تکليف ومنى او په اخر کښې هر څيز ټيک کړى
د هغوئ سره دومره فهم نۀ وو چې د زړو صحيفو ايتونه يې ترجمه کړى وې او نن هم يهوديان د دې ايتونو نه سترګې پټوى چې ما يې حواله ورکړې ده
نو دا خبره د هغۀ د تکليف د مرګ په باره کښې ښۀ واضح ده چې د خدائ د ابدى منصوبې په مطابق ده او د غلطې ترجمې شک او شبه نشته
کۀ تۀ د مقدس کلام د عقيدې تحقيق وکړې نو دا خبره به د مقدس کلام نه به صلحې عالمګيره نظريه په خپله واضح شى چې کومه د دنيا د تخليق نه مخکښې شروع کېږى چې د تعلق يې د مسيح د قربانۍ د مرګ او د هغۀ د بيا ژوندې کېدو او اسمان ته ختو سره دې. چې هغې ته د سرۀ صلح وائى چې د تاريخ په تار تړلې ده چې تعلق يې د کفارې د نظام سره دې
د قربانۍ د نظام فطرت د خدائ پاک د عدل او رحم سره تړلې دې چې د هغې په ذريعه د ګناه او غلطۍ عدالت کېږى. دا رسم به قانون ماتونکې ټيک کولو او د غلطې کوونکى به د قربانۍ د ځناور په شکل کښې کفاره ورکوله. د ليويانو په کتاب کښې وائى چې د وينې د تيودو نه بغېر د ګناه معافى نشته. نو دې بې غيبه ځناورو به د ګناه کفاره ورکوله چې د هغې به د ګناهګار کس کفاره ادا کوله کومه چې ژوند په بدله کښې د ژوند قانون دې
دا ټوله قيصه د هغه څۀ د پاره ده چې د نوې لوظ نامې د عبرانيانو کتاب ورته وائى چې مسيح د زړې لوظ نامې د خدائ پاک د ګډورى تکميل دې چې هغه يو ځل د ټولو د پاره په سولۍ شو چې په پورا توګه خدائ پاک ته منظوره شوه او مونږ له يې سکون راکړو
د مسيح دنيا ته راتلل انسان ښائى ځکه چې هغه بې ګناه وو هغۀ هغه کار وکړو چې مونږ يې ځکه نۀ شو کولې چې پاکه او بې غيبه نذرانه ورکړو هغۀ د ګناه سزا وزغمله کومه چې زمونږ په برخه وه.د مسيح د صداقت په بدل کښې مونږ ټولو ګناه کړې ده کۀ مونږ يو بل ته وګورو نو زمونږ به د ودرېدو د پاره خپه هم پاتې نۀ شى او خو چې کله مونږ ځان د پاک او صادق خدائ سره مخ کړو نو دا اعتماد بېخى نشته. کله چې مونږ ځان او نور وګورو نو فرق نۀ ښکارى او چې د خدائ پاک د عدالت په وړاندې ودرېږو نو مونږ ته به پته ولږى چې د خدائ د هغه خرابې ونې په شان مخلوق يو چې بده مېوه نيسى. خدائ پاک د هر څيز خالق دې او په دې کښې کمې د هغۀ د قانون خلاف دى. نو مونږ له د خدائ پاک په وړاندې د څه قسم يقين په کار دې چې کله زمونږ د نيمګړى صداقت خبره راشى؟ مونږ د هغۀ په وړاندې شرمنده يو او زمونږ ټول عمل ښکاره دې نو دا څۀ خبره نۀ ده چې زمونږ ضمير مو رد کړى چې د ژوند د بنيادى قانون په معيار هم نۀ پورا کېږو
نو مونږ د نجات ورکوونکى ضرورت دې ځکه چې مونږ د خدائ د عدالت نه ځان نۀ شو بچ کولې هغه کامليت غواړى او د مقدس کلام خدائ د مينه خدائ هم دې او د هغۀ مينه د هغۀ د رحم په مطابق زمونږ د ګناه خلاصون دې
په خدائ پاک باندې د چا زور نشته دا به هغۀ انصاف وى چې د هغۀ د قهر او عدالت سره مخ شو. خو د خوشحالۍ خبره دا ده چې مونږ د خدائ نه بچ يو بلکې د ژوند او مرګ او د مسيح د بيا ژوندېى کېدو په ذريعه خدائ بچ کړى يو. خدائ يو حل ښودلې دې چې د رد کېدو په ذريعه به مونږ غرق شوى وې خو د خدائ نه د لرې کېدو په ځائ مونږ يقين لرو چې کله مونږ د دې ژوند نه بل ته بدل شو نو د عدالت په وړاندې به سرګردانه نۀ ګرځو
کېدې شى تا ته د مينې، رحم او د قربانۍ څۀ مطلب نۀ ښکارى او سوچ به کوې چې خدائ دا بې انصافى څنګه کوى چې مونږ ته د وينې په ذريعه فائده او نقصان دواړه ملاوېږى او د دې نه بغېر به مونږ څنګه بچ شوى وې؟
مقدس کلام د خدائ دا خبره هم منى چې د هغۀ سوچ زمونږ سوچ نۀ دې او زمونږ عمل د هغۀ عمل نۀ دې. مونږ بله خبره کوو چې خدائ له داسې کول نۀ وو په کار خو دا د هغۀ حق دې او د دې نه بغېر به زمونږ څۀ اميد وې؟ دا د هغۀ د ذات او کردار خلاف هم نۀ ده ځکه چې هغه عدالت کوى او زمونږ د ګناه په بدل کښې مسيح ملاوېږى. د مسيح سره دا حق وو چې خپل ژوند يې ورکړې وې او بيا يې وړې وې. هغۀ په رضامندۍ سره خپل ژوند د خپلو ګډو د پاره ورکړو اګرچې په يو وخت کښې مونږ د هغۀ دښمنان هم وو خو مسيح زمونږ د پاره مړ شو نو ځکه دې ته لوئ رحم وئيلې شى
کله چې تۀ په دې سوچ کوې نو مونږ په دې جواب نۀ پوهېږو او د دې ښۀ حواله د مور پلار يا د ښځې خاوند د قربانۍ سره ورکولې شو خو خدائ پاک څومره لوئ ذات دې چې هغۀ دا ناکامله مخلوق پېدا کړو او زما يقين دې چې د هغۀ لويه مينه د فانى مخلوق نه ډېره زياته ده. زما ملګريه، خدائ پاک ژوند د دې د پاره نۀ دې پېدا کړې چې د اور خشاک شى او مقدس کلام وائى چې اول کښې دا د شيطان او د هغۀ د فرشتو د پاره جوړ وو او مونږ د داسې عدالت نه بيا څنګه خلاصيدې شو چې مونږ د فضل دا لوئ غنيمت ضائع کړو او د خلاصون ذريعه رد کړو؟
په ادب سره، زما سوال تا ته دا دې چې د ګناه نه څنګه ځان خلاصوې؟ کله په دې سوچ کوې چې دومره ښۀ عمل به وکړې چې جنت ته لاړ شې؟ د تا يقين شته چې ستا ژوند الله ته پورا منظور دې؟
په نتيجه کښې د خدائ پاک مينې مونږ نا اميده او بې مدده پرېښى نۀ يو ځکه چې هغۀ د خپلې مينې نه کار اخستې دې چې مونږ له يې مسيح راکړې دې چې زمونږ د ابدى ژوند يقين دې
په اخر کښې مسيح تا ته دعوت کوى چې په هغې کښې يې ستا ګناه اوچته کړې ده او د ګناه دې قرض نه يې ازاد کړى يو او د مذهب د پړى نه يې خلاص کړى يو چې د هغۀ سره ذاتى تعلق او پوهه ولرو
متى ١١: ٢٨-٣٠
اَئے تاسو چه ټول خوارى کوئ اَؤ پنډ مُونږ درُوند دے، ماله راشئ اَؤ زَۀ به آرام درکړم. ٢٩زما جغ په غاړه کړئ اَؤ له ما نه زده کړئ، ولے چه زَۀ حليم يم اَؤ په زړۀ کښے غريب، اَؤ ستاسو رُوحونه به آرام مُومى. ٣٠ولے چه زما جغ په وړلو کښے پوست دے اَؤ زما پنډ سپک دے
لنکونه