ايا قران مقدس دې؟

کله چې مونږ د قران پاکوالى ته ګورو نو مونږ د نورو کتابونو په شان چې د دې د بنياد دعوه صحيح او که نه
په اسلام کښې قران له دومره اوچت مقام ورکړې شوې دې چې ډېرو مسلمانانو د دې نه بت جوړ کړې دې
د دې نه علاوه اسلام دعوه هم کوى چې دا د ليکلى کتاب نه زيات وحى ده
کله چې زۀ مورمون فرقې ته ګورم نو هغوئ هم د اسلام په شان رسمونه لرى. مورمون په وحى يقين ساتى چې د سرو زرو په تختو ليکلې شوې وه
جوسف سمت هم د رښتونى ايمان په لټون کښې وو هغه دې ته ورسېدو چې د اسمانى حقيقت سره مخ شو. خو د دې اسمانى مکاشفاتو باوجود د مورمون کتاب د قران په شان پوار نۀ دې
مسلمان به وائى چې قران د ټولو نه جامع او ښائسته کتاب دې چې د اسلام په مطابق د دې وحى ابدى ثبوت دې
خو جوزف سمت هم د مورمون کتاب په باره کښې هم دغه خبره کوله چې وئيلى وو چې دا د ټولو کتابونه نه جامع کتاب دې
خو دا دواړه کتابونو د وحى په معيار نۀ پورا کېږى چې کوم جامعيت دې حاصل کړې دې. دعوه او کېدل دوه جدا خبرې دى او کس له په کار دى چې حقيقت د دليل په ذريعه ثابت کړى
د قران يواځنۍ بانى يو داسې کس دې چې د هغۀ کردار مشکوک دې
محمد د دې وحى په ذريعه په خقل عقل باندې شک کولو چې پته ورته نۀ لګېده چې ليونې دې او که شاعر. هغۀ د ځان نه تپوس کولو چې پيريانو نيولې دې ځکه چې د وحى په وجه به هغۀ باندې عجيبه چل کېدو چې د خلې نه به زګونه تلل او د اوښ په شان چغې به يې وهلې. يو بل سوال دا دې چې الله يو بې تعليمه سړې ولې خوښ کړو چې علمى حقيقت بيان کړى چې کوم د هغۀ په ژوند کښې هم نۀ وو راجمع شوى. خو په دې باندې ما نور بحث په دې مضمون کښې کړې دې
ايا محمد دروغژن پېوغمبر دې؟
د قران يوه بله مسئله د دې اصليت په باره کښې ده چې قران د نورو ذريعو نه علم اخستې دې. په دې ذريعو کښې مقدس کلام او نور عيسائى اپوکرايفل تاريخى کتابونه دى چې د ايماندارانو نه بهر وو ځکه چې دا هيڅ کله هم وحى نۀ شو کېدلې. اپوکرايفل کتابونه د عيسائى او يهودى فرقو سره تعلق لرلو او خاص خيال نۀ شو ورکولې
د دې کتابونه سره د قران په ايتونو کښې د فارسى زرتشتى خبرو اثر هم شته. نو ولې خپله وحى د دنياوى پېغمبرانو او د انسانى رسمونه اخستې ده؟
يو کس به د انسانى تصور د ايجاد نه څه معجزه حاصله کړى چې کوم خلقو هغه کتابونه ليکلى وو نو هغوئ ځکه رد کړى وو چې په هغې کښې غلطۍ وې؟
کۀ اسلام بهترين مذهب وى نو خپل ليکل يې ولې نۀ دى کړى چې د ګېر چاپېره مذهبى تحريکونو پاتې خبرې يې راخستې دى؟ دا څومره اصلى دې؟
يو بل سوال چې په دې مقدس کتاب باندې کېږى چې دا په بې کاره څيزونه باندې لکه چې هډوکو، خشاک، څرمن، پاڼو، او کاڼو باندې ليکلې شوې وو
قران د کمزورو حفظ په شهادتونو او خبرو باندې هم راجمع کړې شوې وو چې بالکل صحاحت به د دې د پاره وغواړى چې کمزورې ترې نه لرې کړې شى
نو ولې په دې وجه د کتاب ته د ټولو کتابونو مور وئيلې شى يا په حقيقت کښې د پخوانى کتابونو په شان په دې کښې څۀ فرق نشته؟
دا ثبوت نشته چې قران د محمد په ژوند کښې يا د هغۀ مرګ نه سمدستى پس راجمع کړې شوې وى خو ثبوتونه وائى چې قران د محمد د مرګ نه پس د ١٥٠ نه تر ٢٠٠ کالو په دوران کښې ليکلې شوې وو او په اتمه يا نهمه صدۍ کښې پورا شوې وو
عالمان وائى چې قران يو کس نه بلکې ډېر کسانو په څو سوو کالونو کښې راجمع کړې وو
د ټولو نه زوړ قران په مائيل رسم الخط په کښې تقريبا په ٧٩٠ کښې ليکلې شوې وو چې د محمد نه مرګ تقريبا ١٥٠ کاله وروستو وو
د ټولو نه زړه نمونه چې موجوده ده د هغې او د محمد په وخت کښې هم سل کاله فرق دې
بل دا چې عثمانى نسخې موجودې نۀ دى خو اسلامى عالمان دعوه کوى ګنى په حقيقت کښې په کوفى نسخه کښې دا متنازغه ايتونه د عثمان په وخت کښې نۀ وو او د عثمان د خلافت نه يو نيم سل کالو پورې ښکاره نۀ وو
عربى د الله اسمانى ژبه ګڼلې شى او کۀ قران الله نازل کړې وى نو قران ولې د نور ژبو لکه اکادين، شامى، فارسى، اسورى، عبرانى، يونانى، ارامى، او اتهوپى نه کار اخستې دې
که قران حقيقى وى نو اصلى رسم الخط ولې موجود نۀ دې ځکه چې مونږ سره هغه نسخه شته چې د اسلام شروع بالکل محفوظ پاتې شوې دې
د قران تاريخ د زيد بن ثابت لاندې راجمع شوې وو څوک چې د محمد منشى وو. زېد د ابو بکر د نګرانۍ لاندې د محمد اقوال د يو بل نه راجمع کړل. د دريم خليفه عثمان په خلافت کښې د قران د معيارى کولو کوشش شوې وو او ټولو مسلمانانو يې يو رسم الخط مسلط کړو چې د زېد نسخې ترې نه جوړې شوې او نورې ټولې نسخې يې ختم کړې
څوک وئيلې شى چې کتاب معيار دې چې د يو کس حکومت وى او ټول ايمانداران يې خپل وى او څۀ يې خلق يې ذاتى ملګرى وى؟
د مخکښينو نسخو سره سره زمونږ سره ډېر نورې نسخې هم موجودې دى. مونږ ته څۀ پته ده چې مونږ کوم ته اصلى قران وايو نو محمد هم هغه نۀ پېژندلې؟
ډېرې نسخې ضائع شوې هم وې نو مونږ هغه اصلى نسخې نۀ شو پېدا کولې
دا څلور مختلفې نسخې لرى، زيد، عبدالله بن مسعود، ابو موسى، او اوبئ، چې اختلاف او کمې زياتې لرى خو د محمد سره د تعلق په لحاظ دا ليکونکى اعبتارى خلق وو. عبدالله بن مسعود محمد قران د تلاوت استاذ مقرر کړې وو او اوبئ د محمد محرر وو
زما سوال دا دې چې د محمد په صحابه کـښې د چا نسخې صحيح وې؟ عثمان څوک وو چې صحاحت يې کړې وو ځکه چې نور واکمن کسان هم وو چې نورو خلقو منل؟ او کله چې زيد ليکل پورا کړل نو هغۀ څه خبرې لکه چې سنګسارول پرېښودل
نو د دې هر نه پس ورستو الحجاج دا بدل رابدل کړو چې څوک د کوفا حاکم وو. په شروع کښې هغه يولس نسخې بدلې کړې او په اخر کښې اووه پاتې شوې. د دې نه پس اصلى حفشه رسم الخط واخستلې شو، چې وروستو د مديېن حاکم مروان ضائع کړو. په قران کښې يوه بله خبره منسوخى ده چې د اندرونى تضاد سره کار لرى چې د نسخې د بهترۍ نوم ورکولې شى. زۀ حېران يم چې دا وحى څنګه ټيک کولې شې چې په شلو کالو کښې ټيک وى او دې ته د معيار ښۀ کولو ضرورت نۀ وو؟
منسوخ کېدل د پينځو نه واخله تر پينځۀ زرو پورې شوى دى. ځنى وائى چې دا ٢٢٥ ته نزدې دى. مونږ ته د دې نه پته لږى چې منسوخ کېدل صفا نۀ ښکارى چې چا ته پته نۀ لږى ځکه چې هيچا ته پتۀ نۀ لږى چې څومره نور ايتونه به منسوخېږى
دننى تضاد نه بغېر په دې کښې د قواعدو غلطۍ هم موجودې دى
په دې ټول تضاد کښې بې شماره حديث هم شامل دى چې په نهمه صدۍ کښې راڅرګند شول چې دوه نيم سوه کاله وروستو وو
شپږ لکه اصلى حديث په هغه وخت کښې موجود وو چې صرف اووه زره ترې نه پاتې شول ٩٩% روايتونو په غلطه دى
کۀ ٩٩% غلط وى نو د بخارى په١% باندې څه يقين وکړو؟ د مسلمانان روايت د قيصو نه هم يو بل ته منتقل شوې دې چې د هغوئ کار د اتمې صدۍ نه مخکښې نۀ وو پورا شوې. دا قيصه د عامو قيصه ګو نه اخستې شوې وې او اسلام ترې نه ډک شو. کۀ تا کله د ټېلفون لوبه کړې وى يا دې لوئې ډلې ته قيصه کړې وى نو اکثر به يې بالکل په يوه بل شان قيصه باندې ختمه کړې
نو دا په څو صدو باندې خور کړه نو ستا په خيال د دې نتيجه به څۀ وى؟ قران چې د الله لويه معجزه وى نو ځکه دا ځکه يوه مبلغه ښکارى چې په ډېرو وجو باندې بې بنياده ده
په قران باندې د جوابونه زيات سوالونه کېږى
ايا قران يو لوئ کتاب دې يا د دعوې په مطابق د شهرت کمې دې په کښې؟
په دې کتاب کښې د نورو کتابونو برابر ښائست شته؟ دا رائ اورېدو ته پرېښې شوې ده ځکه چې ډېر علمې کتابونه شته، چې قران ترې نه خبرې اخستې دى، دا قسم عمل د نورو رايو نه اخستې شوې وى
ځکه چې کوم کتاب دويم ګڼلې شى نو اکثر ګډ وډ وى او خراب بدلون په کښې شوې وى او د تنقيد برداشته په کښې نۀ وى بل څوک داسې شته چې د دې په اصليت باندې اعتراض وکړى. په کتاب باندې اعتراض کول به په الله او د هغۀ په پېغبمر باندې اعتراض وى چې مسلمان يې نۀ شى برداشت کولې چې دا ورته بغاوت ښکارى چې نتيجه به يې د همېشه د پاره په اور کښې سوزېدل وى
تۀ به وائې چې دا قران معجزه ده چې دومره وخت محفوظ پاتې دې خو زۀ وايم چې د دليل په بنياد چې دا به معجزه وى چې يقين مې راشى چې دا اسمانى کتاب دې
په اخر کښې زۀ د قران په باره کښې نور څۀ وئيل نۀ غواړم. زما سره صرف يوه خبره شته چې اميد لرم چې ما داسې بې ځايه خبره نۀ وى کړې چې د هغې په ذريعه ما د مسلمانانو ملګرې بې ادبى کړې وى
دا ځکه مشکل کار دې کله چې مذهب په چا کښې دومره ژور ننوتلې وى نو کۀ ته بل هر څۀ پېش کوې نو هغۀ ته خطره او ظلم ښکارى
نو کۀ داسې وى نو بخښنه غواړم کۀ تۀ غصه کړې وې په ځائ د دې چې په هغه کتاب باندې شک وکړې چې تۀ يې مقدس ګڼې. زما مقصد د چا خفه کول نۀ دى خو د حق بچ کول او په هغه لاره تلل دى چې چرته مو بوځى.په اخر کښې په دې موضوع باندې د نور معلوماتو د پاره تۀ هغه مضمونه لوستې شې چې جے سمت ليکلى دى چې کله مې دا مضمون ليکلو نو ما يې حواله ورکړې وه

لنکونه

د خدائ پاک سره به څنګه تعلق لرې

مسلمان او اسلام ذرائع

پښتو-Pashto

Is the Qur’an sacred?

Leave a Reply