د عيسى خوبونه

السلام عليکم، په اسلامى ملک زما دوست رانه تپوس وکړو چې کۀ زۀ د هغه خلقو په باره کښې ورته وويم چې زۀ يې پېژنم چا چې په خوبونو کښې ليدلې وى. کله چې زۀ وړوکې نو ما په خوب کښې خدائ ليدلې وو او دا دروغ نۀ شى کېدې ځکه چې هغه ما ته په سپينه رڼا کښې راڅرګند شو کوم چې د مقدس کلام د خدائ د جلال د بيان په مطابق دې چې په هغه وخت ورباندې پوهه نۀ شوم. دې په ما باندې دومره اثر وکړو چې اوس مې هم ياد دې خو زما سره يې څۀ خبرې ونۀ کړې دا د هغۀ د حضور جلال وو چې راته يې ووئيل چې هغه د عبادت لائق دې نو ما د هغۀ په وړاندې سجده وکړه
زما يو څو يهودى ملګرى هم شته چې هغوئ مسيح سره تعلق لرلې دې. يوه ښځه زما ښه ملګرې وه او هغه د عيسائيت سخته خلاف وه ځکه چې هغې وئيل چې ټول مذهبونه صحيح دى. هغې ما ته غوږ نه کېښودو او يو ځل يې راته ووئيل چې د هغې پلار د عيسائيانو سره په بحث کښې تکړه وو او خبرې ختم شوې. نو د مرګ نه مخکښې چې کله هغه په هسپتال کښې وه او وې وئيل چې څو ځل مسيح ورته څرګند شو. نو که يو يهودى دا خبره کوى چې مسيح يې ليدلې دې نو دا معجزه ده چې زما يقين د هغې عقيده يې بلکل دې ته بدله کړه چې لوظ شوې مسيح دې
يوه بله قيصه د يو جنوبى افريقى يهودى ده چې اوس د هغه کليسا پادرى دې چرته چې زۀ ځم. هغۀ هم عيسى لوظ کړې شوې نۀ منلو خو د هغۀ د ورځې څو ځلې يروشليم ته د تلو په وخت د مسيح خوبونه وليدل. اوس هغۀ يو کتاب ليکلې دې چې نوم يې زما د يروشليم ملاقات دې
د ټولو نه عجيبه قيصې او ګواهۍ زما د مسلمانو ملګرو د ط‌رف نه دى چې هغوئ نۀ صرف د مسيح قدر کوى بلکې په هغۀ يې ايمان هم راوړې دې
په اول ځل ما چې د چا سره داسې خبرې کړې وى د هغې نه پس وو چې د مشرق وسطى د يو سړى سره په يو بين الاقوامى کليسا کښې ملاو شو چې وروستو مې بيا په دوکان کښې ولېدو. زۀ د يو ايرانى سره ملاو شوم چې څنګه مسلمان شو چې هغۀ د عيسى خوبونه ليدلى دى
زۀ يو بل فلسطينۍ سړه پېژنې چې په اسرائيل کښې ورسره ملاو شوم هغۀ ووئيل چې هغه د مسلمان کورنۍ کښې پېدا شوې وو او اوس يې په مسيح ايمان راوړې دې
وروستو هغه د ايمان په وجه قيد کړې شو او په هغه مسيح ورته راڅرګند شو او ټوله قيدخانه يې روښانه کړه
ما چې نور خلق دى په هغې کښې يوه پاکستانۍ ښځه هم شامله ده چې وې وئيل چې کله هغه وړا وه نو مسيح ورته په خوب کښې راښکاره شو هغې له اوبۀ ورکړې نو ما ورته په هغه وخت ووئيل چې د مقدس کلام په مطابق مسيح ژوندې اوبۀ دى چې ژوند ورکوى
يوه بله ښځه ايرانۍ ده ما له اى مېل راولېږلو چې کله يې د سحر مونږ ختم کړو او بيا اودۀ شوه نو يوې شنې رڼا راپاڅوله چې کوټه ترې نه ډکه وه او د يو سړى اواز ورته ووئيل چې پاڅۀ زۀ مسيح يم. نو د دې په وجه هغه سخته ويرېده او د کټ نه نۀ شوه پاڅېدلې په کمبله کښې پټه شوه ځکه چې په سره باندې څادر يا بل څيز نۀ وو
زما نه د دې قيصو ټول تفصيل هېر شوې دې او ارمان دې چې په هغه وخت مې ټېپ کړې وې خو زه د دې ملاقاتونو نورې او نورې قيصې اورم چې رښتيا او دومره ژوند بدلوونکې دى چې دې کسانو غوښتل چې خپلې کورنۍ او خپل پردى يې پرېږدى چې څۀ په کښې د مرګ سره مخ شوې وى. خلق هسې ځان په خطره کښې نۀ اچوى او زما يقين دې چې د دې دوو ډلو په وجه چا چې د خلقو په ايمانانو باندې لوئ اثر لرلې دې، نومونه يې موسى او محمد دى، نو هغوئ د پاره د خبرتيا وه چې د عيسى په ذات او کردار باندې د هغې په مقابله کښې سوچ وکړى چې هغوئ ته په هغۀ باندې د ايمان په باره کښې وئيلى شوى دى. کېدې شى چې تۀ د دې په اصليت باندې شک وکړې خو زۀ تا ته سوال کوم چې تۀ خدائ يا عيسى ته سوال وکړې چې تا ته ځان په داسې طريقه څرګند کړى نو چې په هغۀ باندې ايمان او يقين جوړ کړې چې هغه مالک او خلاصوونکې دې
ما يو په ٧٠٠ کلب باندې وېډيو وليدلې چې څۀ په کښې د دې مسلمانانو په باره کښې دى چې څوک مسيح ته راځى

www.cbn.com/tv/3166680520001

www1.cbn.com/cbnnews/insideisrael/2012/June/Dreams-Visions-Moving-Muslims-to-Christ

www1.cbn.com/video/fatimas-quest-for-god

morethandreams.org/

لنکونه

د خدائ پاک سره به څنګه تعلق لرې

مسلمان او اسلام ذرائع

پښتو-Pashto

Visions and Dreams of Jesus, Isa, Esa, Yeshu, Yeshua

Leave a Reply