قران د مقدس کلام حمايت کوى

قران د تورات، زبور، انجيل د اسمانى وحى حمايت کوى خو بيا هم د نن زما مسلمان وائى چې مقدس کلام ګډ وډ شوې دې او اعتبارى نۀ دې. دا نۀ شى ثابتېدلې او دا خبره بالکل د هغه ډېرو خبرو په شان صحيح ده کوم چې په اسلام کښې موجودې دى

د داسې سوچ لرلو يوه وجه دا ده چې د مقدس کلام ډېرې ترجمې شوې دى نو عقلى خبره دا ده چې دا ټول صحيح نۀ شى کېدلې

هغه وجه چې دومره ډېر مقدس کلامونه ولې دى دا ده چې د نسخو بې حسابه شواهد زمونږ سره موجود دى. تقريبا ٦٠٠٠ ځان له يونانى نسخې د د زړې زمانې د ټولو ليکلو نسخو زياتې موجودې دى
نن سبا ښې چاپ خانې، خورولو او د محفوظولو ذريعې موجودې دى. د مقدس کلام په وخت کښې نسخې لږې او ګرانې وى. نو د محفوظولو او د صحيفو د فورى غوښتنې د ضرورت په وجه دا ځکه اهمه وه چې وليکلې او خورې شى

نسخې د اهمو اصولو او ‌طريقو په مطابق ليکلې شوې چې يهوديانو ورباندې عمل کولو چې اصليت بدل نۀ کړې شى. دا نسخې دا فائده لرى چې يو بل سره وکتلې شى چې صحيح وى او اصليت يې هم معلوم شى. ياد ساته چې د قبولو شوو نسخو فرق د اصلى رسم الخط سره ډېر لږ دې. د نوې لوظ نامې په باره کښې دا هم عجيبه ده که دا تباه شوې وې نو دا به د زړو کليسا نو اخستلو په ذريعه بيا رايو ځائ شوې وې چې د نسخو د ثبوتونو او د اصليت او صداقت تائيد هم کوى

د نوې لوظ نامې د تائيد د پاره د اصلى وحى او د زړو موجودو نسخو په مېنځ کښې د سلو نه واخله ٢٥٠ کالو وخت دې. دا د مخکښينو کتابونو لکه د کيسر ګاليک جنګ د وخت په نسبت ډېره لږه موده ده چې د زرو کالو برابر وخت دې

د مقدس کلام د اصليت معلومو کښې د مړ درياب نسخې مدد کوى چې په قومران کښې په ١٩٤٠ کښې ملاو شوې وې. د هغه وخت پورې د زړې لوظ نامې د ټولو نه زړه د ٩٠٠ قبل مسيح مصورى نسخه ده. کله چې د مړ درياب نسخو ته ګورو چې دا نسخه ١٠٠٠ کاله وړاندې تاريخ لرى نو مونږ ته يو لوئ فرق ښکارى

د مقدس کلام د ګډ وډ کولو په نظام کښې جرګې د دې د پاره کېدلې چې نسخې د قيصو نه پاک وساتى ځکه چې نور غلط کتابونه خوروو او د کليسا مشرانو دا عالمانو ته حوالې کړې چې د مقدسو نسخو په توګه وساتلې شى. د عيسائيانو نېکايا جرګه په ٣٢٥ قبل مسيح او د يهوديانو جرګه جمنيا په ٩٠ قبل مسيح کښې جوړه شوه

د مقدس کلآم د ډېرو ترجمو يو بله وجه عملى ده چې خلقو ته په عامه ژبه کښې ملاو شى. صحابه ته وئيلى شوى وو چې ټولې دنيا ته لاړ شى او د انجيل زېرې خور کړى او دا صرف يوه طريقه ده چې په پخوانۍ طريقې ممکن وو. دا خبره نشته چې د مقدس کلام ترجمه بدله شوې ده. زۀ داسې څوک نۀ ګورم چې ما له هغه مقدس کلام راوړى چې په اصلى عبرانۍ، ارامى او يونانۍ کښې ليکلې شوې وى او زما اميد ساتى چې په مطلب به يې پوهېږم. کۀ ما له دا زړې ژبې راتلې هم نو زۀ په انګرېزى باندې عادت يم او دا به زما ترجمې تعصب وې

قران هم د مقدس کلام په شان د مشکلاتو سره مخ دې چې د ادب تنقيد نه راځى. دا دا د اسمان نه نۀ دې راغورزېدلې او نۀ د الله ګوتو ليکلې دې

زۀ به په اخر کښې وويم چې محمد د مقدس کلام په باره کښې څه هم اورېدلى دى نو هغۀ دا د عيسائيانو او يهوديانو د اثر ذريعو نه اخستى دى چې هغوئ د دې نسخې بنياد ايښې وو. نو کۀ مقدس کلام د تاريخ په هغه وخت چې کله محمد وو کښې ګډ وډ شوې وې نو محمد ته هغه حقيقت څنګه ملاو شو چې بنياد يې په عيسائى او يهودى اثر باندې وو. د مقدس کلام د اسلام نه وړاندې ښې نسخې موجودې دى نو ما ته دا د بحث خبره نۀ ښکارى. کۀ مقدس کلام عيسائيانو او يهوديانو بې ځايه او ګډ وډ کړې وې نو بيا الله د خپل طاقت په ذريعه د مسلمانو د پاره د وحى ابتدا ولې ونۀ کړه. ما ته پته ده چې د دې بحث څۀ فائده نشته خو ما د دې اصلى نتيجه څرګندول غوښتل چې په دې بې ځايه بحث کښې تا ته د بې رابطګۍ پته ولږى

لنکونه

د خدائ پاک سره به څنګه تعلق لرې

مسلمان او اسلام ذرائع

پښتو-Pashto

The Quran Supports the Bible

2 Responses to “قران د مقدس کلام حمايت کوى”

  1. excellent issues altogether, you simply gained a
    brand new reader. What could you recommend in regards to your submit that you simply made a few
    days ago? Any positive?

  2. Thanks for the nice response.

Leave a Reply