کله چې تۀ د دنيا په غټو مذهبونو باندې سوچ وکړې نو هغه د څۀ قسم د صفائى رسم لرل چې تعلق يې د عام ژوند لکه د بچې د پېدائښت او د مرګ د هغوئ د هرې ورځې لکه چې حېض، خوب، جنسى تعلق، بې خودګۍ، د وينو وتلو، د ذکر نه د اوبو وتلو قى، او بيمارو سره دې
د پاکوالى څۀ عمل کښې اودس شامل دې لکه چې بهائيان يې کوى خو نور وائى چې ټول بدن به وينځلې شى
د يهوديانو د پاره په دې رسم کښې د لاسونو وينځل او ميکواه شامله ده او مسلمان غسل او اودس کوى. هندوان اچامه کوى چې د ګنجا په مقدس درياب کښې اچاما او پونياهکنم کول دى. شونى ميسوجى کوى اصلى امريکنى انډين خپل خوږ اوسېدل لرى
خو دا مذهبونه په خپلو نظريو کښې ډېر لوئ اختلاف لرى په دې کښې څۀ قسم د اوبو يو شان والې شته چې د هغوئ د پاره لوئ مطلب لرى چې يو کس ته پته ولږى چې هغه پليت شوې دې چې هغوئ داسې پليت شوى دى چې د پاکوالى ضرورت دې او د صفائى دا علامتى محلول استعمال کړى
دا خبرتيا په مذهبى خبرو کښې ملاوېږى چې د دې په وجه د يو کس احساس پېدا شى چې د دې صفائى دې طريقې نه کار واخلى چې خدائ ته نزدې وى. خو دا خبره چې په بدن باندې د دې څيزونو مږل د روحانى عمل سره يې څۀ تعلق نشته، روحانى عمل ثابتوى چې د دې عمل بار بار ضرورت وى چې وينځلو نۀ ختمېدونکې سلسله وى چې په د صفائى کمې ښکارى. دا صفائى دا عمل ناکام ښکارى چې هسې ځان په تکليف کوى او دا څيزونه په ځان پورې مږى رامږى چې د انسانى کمزورۍ په وجه بار بار پليت کېدل دى. دا احساس موجود وى چې پليتږى بالکل نه ختمېږى او د داسې کس ضرورت وى چې هغه کولې شى چې د هغوئ د انسانى زړه صفائى وکړى
خو کله چې د لمبېدو او وينځلو خبره راشى نو د دې فائدې هم شته چې د يو کس د اندرونى او بېرونى صفائى وکړى، چې هغه مخلص او د حکمت څيز ښکارى، خو بيا هم د څرمنې نه اخوا چې جسم سره تړلې وى چې ابدى روح د صفائى ده
يوشع ربى په دې باندې خپلو يهوديانو داسې خبره کوى
متى ١٥: ١-٢، ١٧-٢٠
بيا دَ فريسيانو اَؤ شرعې دَ عالمانو يوه ډله دَ بيتُ المُقدس نه عيسىٰ ته راغله اَؤ دا سوال ئې راؤړو چه ٢ ”ستا مُريدان ولې پخوانى رسمُونه ماتوى اَؤ دوئ دَ ډوډئ نه وړاندې خپل لاسُونه څنګه چه وينځل په کار دى نۀ وينځى؟
١١ سړې په دې نه پليتيږي چه څۀ شې دَ هغۀ په خُلۀ ننوزى، بلکه په دې چه څۀ دَ خُلې نه وزى
آيا تاسو ته دا نۀ ده معلُومه چه کُوم څيز چه په خُلۀ ننوزى، ګيډې ته لاړ شى اَؤ هغه دَ حاجت په لارې بهر وزى؟ ١٨ خو څۀ چه دَ خُلې نه راوزى هغه دَ زړۀ نه راځى اَؤ دغه څيز بنى آدم پليتوى. ١٩ ځکه چه وران خيالُونه، قتل، زِنا، حرامکارى، غلا، دَ دروغو ګواهى اَؤ کُفر دَ زړۀ نه راوزى. ٢٠ اَؤ دا هغه څيزُونه دى چه بنى آدم پليتوى، خو په نا وينځلو لاسُونو خوراک کول بنى آدم نۀ پليتيږي
د انسان د ګندګۍ نه علاوه چې په يو بل اهم څيز باندې ځان پوهه کړو چې د غلطۍ او شرم ناپاکى لرې کړو چې د اخلاقى ناکامۍ نه پاتې ده. په دې باندې د شکسپئر ډرامه رايادېږى چې په کښې لېډى مکبيت چغه کړى، ګنده داغونو لرې شئ. چې د بادشاه ډنکن د مرګ کردار دې چې د خپلو لاسونو نه د وينو داغونه لرې کړى
د دې رسمونو په کولو سره دا اقرار کولو شى چې اخلاقى ګندګى شته او وينځل د انسان د وس په مطابق يو عمل دې چې په څۀ نه څۀ طريقه د دې ناکامۍ مخه ونيولې شى او صفا کړې شى. زما يقين دې دا ناکامى د هغوئ د خبرتيا، خواهش، رحم او شوق څرګندونه ده چې دا رسمونه وکړى چې د انسان د محدود وس په مطابق د دې حل راوباسى او د دې کار په ذريعه قبوليت حاصل کړى. کۀ دا په څۀ طريقه ممکن هم وې نو مونږ به د ناپاکۍ د لرې کولو ډېر کوشش کولې او په کۀ د خالونو د لرې کولو هر څومره کوشش هم وشى نو هغه نۀ لرې کېږى چې د انسان په زړۀ او روح باندې اوس او مخکښې يې اثر لرلو
لنډه دا چې خو داسې اصلى احساس شته چې ټولو انسانانو ته په ميراث کښې ملاو دې چې مونږ د خدائ پاک معيار نه اوړېدلى يو چې هغه د هغه عدالت احساس دې چې د دې مسئلې په ختمولو کښې ناکامېږى
د روميانو په نوم خط ٢: ١٤-١٦
اَؤ هغه غير يهُودى خلق چه شريعت نۀ لرى خو دَ خپل فطرت په مُطابق پرې عمل کوى خو سره دَ دې چه دَ هغو سره شريعت نِشته، هغوئ ځان ته په خپله شريعت دى، ١٥ ځکه چه هغوئ دَ هغه شريعت پابندى کوى کُوم چه دَ هغوئ په زړُونو ليکلې دې. دَ هغوئ زړۀ دَ هغوئ ګواهى ورکوى اَؤ دَ هغوئ خيالُونه په خپل مينځ کښې په يو بل اِلزامُونه لګوى اَؤ مُدافعت کوى، کله دَ هغوئ په خلاف اَؤ کله دَ هغوئ په حق کښې١٦ په هغه ورځ به خُدائې دَ اِنسان دَ پټو خيالُونو عدالت دَ عيسىٰ مسيح په وسيله زما دَ زيرى په مُطابق وکړى
انسان د دې مسئلې په حل کولو کښې ناکام شوې دې چې د مذهبى بحث د نظريو سلسله ده چې د دې مسئلې حل راوباسى او د نرمۍ طرف ته لاړ شى چې د دهوکې زياتې موجود وى چې خپل ذاتى مقام پرېږدى چې د هغوئ د عقيدې په مطابق يو طرف ته هم نۀ ځى او مذهب يو کمزورې ځائ ښکاره شى چې په سراب کښې روان وى او د ايمان د زمکې په لټون کښې وى نو عجيبه خبره دا ده نو انسان يوه لاره جوړه کړې ده چې په دې باندې برې ومومى چې د خالق خاصه ده
د دې مسئلې په جواب کښې زۀ به يو حل پېش کړم چې د مسيح کار دې هغه د نورو مذهبى بيانونه په شان نۀ دې چې يوه سهاره لټوى چې خدائ ته نزدې شى خو دا د خدائ کار دې چې انسان ولټوى. خو دا نۀ د انسان د طاقت او نۀ د کمزورۍ خبره ده خو پاکى او تقدس د خدائ په فضل سره مفت ملاوېږى چې هغه د خدائ پاک د عبادت او رقوبت ملاوېږى چې زمونږ د وس خبره نۀ وه
تيطوس ٣: ٥
نو هغۀ مُونږ له هم خلاصُون راکړو، خو دَ صداقت دَ هغه ښۀ کارُونو په سبب نه، کُوم چه مُونږ په خپله کړى وُو، بلکه دَ خپل رحمت په مُطابق اَؤ دَ نوى پيدايښت په وينځلو اَؤ دَ رُوحُ القُدس زمُونږ دَ بيا دَ نوى کولو په وسيله
د روميانو په نوم خط ٦: ٢٣
ځکه چه دَ ګُناه بدل مرګ دې خو دَ خُدائې بخښنه زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې دَ تل ژوندُون دې
افسيانو په نوم خط ٢: ٨-٩
ځکه چه تاسو دَ ايمان په وسيله په فضل خلاصُون مُوندلې دې، دا ستاسو له طرفه نه نۀ، بلکه دَ خُدائې بخښنه ده٩ اَؤ دا دَ عملُونو په سبب نۀ ده، دَ پاره دَ دې چه څوک فخر ونۀ کړى
١ يوحنا ١: ٧
خو که مُونږ په نُور کښې ګرزُو لکه څنګه چه هغه په خپله په نُور کښې دې نو بيا مُونږ په خپلو کښې شراکت لرُو، اَؤ دَ هغۀ دَ زوى عيسىٰ وينه مُونږ دَ هر يو ګُناه نه پاکوى
١ يوحنا ١: ٩
که مُونږ دَ خپلو ګُناهُونو اِقرار کوُو نو هغه وفادار اَؤ صادِق دې، اَؤ هغه به زمُونږ ګُناهُونه مُعاف کړى اَؤ دَ هر قِسم بدو نه به مو پاک کړى
کېدې شى چې تۀ اعتراض کوې چې دا خو د نورو مذهبونو نه بدل دې کومه چې په اوبو کښې د پاکوالى بپتسمه ده او زۀ ستا خبره منم خو دا تش غسل دې چې په کليسا کښې وپېژندلې شى خو د غلط ايمان په توګه څوک پليت دې. حقيقى بپتسمه په ايمان کښې اهم مقام لرى چې په بنيادى توګه د پاکوالى د مسيح د ژوند د پاکې او قيمتى وينې يوه نښه ده چې ټول ايمانداران صفا کوى او صادق يې ګرځوى او د روح القدوس په ذريعه ذاتى بدلون په کښې راولى چې د بيا پېدا کېدو په ذريعه يې زړۀ بدلوى. د اوبو بپتسمه يوه ګواهى ده چې په حقيقت کښې د هائيډروجن او اکسيجن سره شامله نۀ ده او د اوبو نه څۀ ګټه نۀ اخلى خو د مسيح د خلاصون د کار په ذريعه ملاوېږى چې روح القدوس په کښې اوسېږى او د هغۀ زړۀ او ژوند بدل کړى. خداي پاک په خپله د خلاصون او د روح القدوس تحفه ورکوى چې د انسان د غسل په ذريعه نۀ ملاوېږى خو د اوبو بپتسمه تشه يوه نښه ده چې د خدائ پاک طاقت ظاهروى لکه چې د مور د خېټې نه يو نوې بچې پېدا کېږى، چې هغه د انسان په خوښۀ نۀ پېدا کېږى خو د خدائ پاک سره د تعلق په ذريعه چې د مسيح او د رورح القدوس په ذريعه بيا پېدا کېدل دى. دا بيا پېدا کېدل د هندوانو يا بدمت د بيا ژوندى کېدو په شان نۀ دى، خو دا مسيح کار دې چې روح القدوس د ايمان او د هغۀ په خلاصون باندې يقين کولو نه پس راځى
د دې ايتونو بنياد د اسرائيليانو د عبرانى پېغمبر حزقيل ٣٦: ٢٥-٢٧ د پېشن ګوئۍ په مطابق دى
زۀ به په تاسو باندې صفا اوبۀ وشيندم اؤ زۀ به تاسو د ټولو بُتانو اؤ ستاسو ټولو نپاکۍ نه پاک کړم.
٢٦ زۀ به تاسو له نوې زړۀ اؤ نوې رُوح درکړم. زۀ به ستاسو نه هغه د کاڼى په شان سخت زړۀ لرې کړم اؤ يو تابعدار زړۀ به درکړم.
٢٧ زۀ به په تاسو کښې خپل رُوح واچوم اؤ ما ته به دا پته ولږى چې تاسو زما په قانُون باندې عمل کوئ اؤ زما ټول حُکمُونه منئ
ربى يشوع د سکوت يا د خېمو د اختر په وخت ووئيل
يوحنا ٧: ٣٧-٣٩
دَ اختر په آخرى اَؤ دَ ټولو نه په لويه ورځ عيسىٰ ودريدلو اَؤ په چغو ئې ووئيل، ”څوک چه تږې وى هغه دِ ماله راشى، هغه دِ وڅښى. ٣٨ اَؤ څوک چه په ما ايمان راؤړى، لکه چه صحيفې وائى ”دَ ژوندُون دَ ابو سيندُونه په دَ هغۀ نه بهيږى.“ ٣٩ عيسىٰ دا خبره دَ هغه رُوحُ القُدس په باره کښې وکړه، کُوم چه په هغه چا نازليدُونکې وُو چا چه په عيسىٰ ايمان راؤړو، ځکه چه رُوحُ القُدس لا نازل شوې نۀ وُو، ولې چه عيسىٰ لا خپل جلال ته رسيدلې نۀ وُو
پخوانو يهوديانو د خدائ پاک د عبادت کولو په ذريعه عرضى سکون موندلو چې د عبرانيانو په نوم خط ١٠ کښې دې خو دا يو علامت وو حقيقت نه خداي پاک د زمونږ د پاکوالى د پاره مسيح رالېږلې دې چې د خدائ د ګډورى په توګه د همېشه د پاره قربانى شوې دې چې څوک د دنيا ګناه لرې کوى. دا خبره کول چې اوس يهوديانو ته د عبادت، د روژې، ښۀ عمل د رسمه توګه د قربانۍ ضرورت نشته نو دا به د وحى خلاف ورزى وى چې د تورات نۀ انکار دې. لکه چې د ليويانو کتاب ١٧: ١١ وائى
د هر ژوندى څيز ژوند په وينه کښې دې اؤ دا ځکه مالِکخُدائ حُکم کړې دې چې ټوله وينه به په قُربانګاه توئ کړې شى چې د خلقو د ګُناه کفاره ادا شى، دا وينه ده چې د ګُناهُونو کفاره ادا کوى
کۀ تۀ هر څومره مونځونه اودسونه وکړې خو ستا ګناه به ختم نۀ شى د هغه قربانۍ نه بغېر چې خدائ پاک د خپل رحم او فضل په ذريعه د مسيح په ذاک کښې ورکړې ده. يشعياه ٥٣؟
نو هم دغه زما د مسلمانو ملګرو د پاره چې څوک د مسيح د مرګ انکار کوى نو هغه د پېغمبرانو په دفتر کښې ناکامى ده او هغه نقطه هيروى چې دا د خدائ پاک لويه منصوبه وه چې ابراهيمى کفاره ورکړى چې د مسيح په شکل کښې يې عرضى بې عزتى او شرم قبول کړو چې په صليب شو او د جلال طرف ته تلل دى. د عبرانيانو په نوم خط ٢: ٩-١٨و ١٢: ٢
په اخر کښې مسيح د ژوند اوبۀ ورکوى چې ستا تنده ماتوى او روح دې تازه کوى او اسمانى پلار دې هغه اوبو ته بوځى خو هغه به يې درباندې په زور نۀ څخى. نو زما ملګريه زۀ تا ته وايم لکه چې د سامرى ښځې په شان چې دا اوبه وغواړه چې کومې د دروغو مذهب ، ډلې، فلسفې په ځائ ستا روحانى تنده ماتوى او اوچت مقام ته دې بوځى
يوحنا ٤: ١٠، ١٣-١٤
عيسىٰ هغې ته جواب ورکړو چه ”که تۀ په دې خبر وَې چه دَ خُدائې بخښنه څۀ ده اَؤ تا نه چه څوک اوبۀ غواړى، دا دې څوک، نو تا به دَ هغۀ نه خواست کړې وُو اَؤ هغۀ به تا ته دَ ژوندُون اوبۀ درکړې وې
عيسىٰ ووئيل، ”هر هغه څوک چه دا اوبۀ وڅښى هغه به بيا هم تږې کيږى١٤ خو کُومې اوبه چه زَۀ ورکوم دَ هغې دَ څښلو نه پس به څښُونکې هيڅکله هم بيا نۀ تږې کيږى. زَۀ چه کُومې اوبۀ ورکوم هغه به په هغۀ کښې دَ ننه يوه چينه شى چه هميشه به بهيږى اَؤ دَ تل ژوندُون به ورله ورکوى
په اخر کښې مسيح تا له دعوت درکوى
اَئې تاسو چه ټول خوارى کوئ اَؤ پنډ مُونږ درُوند دې، ماله راشئ اَؤ زَۀ به آرام درکړم. \٢٩ زما جغ په غاړه کړئ اَؤ له ما نه زده کړئ، ولې چه زَۀ حليم يم اَؤ په زړۀ کښې غريب، اَؤ ستاسو رُوحونه به آرام مُومى. ٣٠ ولې چه زما جغ په وړلو کښې پوست دې اَؤ زما پنډ سپک دې
لنکونه