مقدس کلام وائى چې خدائ پاک سره د انسانه هر څۀ پېدا کړل او خدائ پاک پورا او ښه دې، او انسان نه. خدائ پاک انسان يو ازاد اخلاقى نمائنده جوړ کړو او خوښه يې ورکړه چې د ښه او بد تميز وکړى. د خدائ پاک په مقدس کلام د هغۀ مکاشفه ده چې مونږ ته وايو چې مونږ ټولو ګناه کړې ده او د هغۀ د جلال نه محروم يو. کۀ زۀ د هغۀ د حکمونو نومونه واخلم کوم چې د قانون اخلاقى بنياد دې نو داسې هيڅ څوک هم نشته چې هغۀ څۀ نه څۀ د خدائ پاک د قانون خلاف ورزى نۀ وى کړې. ګناه د خدائ او د نورو خلقو خلاف ده که هغه د نورو خدايانو عبادت وى يا د خدائ نوم بې ځايه استعمالول وى چې په هغې کښې د خدائ پاک سره د زړۀ د اخلاصه د مينې کمې دې. په دې حکم پسې زمونږ د مور پلار بې عزتى، قتل چې د نفرت سره، زنا چې د سترګو د شهوت سره، غلا، د ګانډى خلاف د دروغو ګواهۍ، او د بل کس د جائيداد يا ښځې سره تړلې ده چې تعلق يې د غلطو خواهشونو او نيتونو سره دې
د دې خلاف ورزۍ په وجه مونږ د خدائ پاک نه د همېشه د پاره جدا يو. مونږ د هغۀ نه جدا يو ځکه چې هغه به د ګناه سره هيڅ کله ځان شريک نۀ کړى. ګناه نۀ صرف دلته د هغۀ قهر او عدالت راولى بلکې په ابدى ژوند کښې هم. مقدس کلام دې ته هغه ځائ وائى چرته چې اور نۀ مړ کېږى او چرته چې لوئ تکليف وى
په دې موقعه نا اميدى ده خو خوشخبرى دا ده چې خدائ پاک مسيح رالېږلې دې چې څوک بې ګناه وو. د هغۀ کار د خدائ سره د خلقو روغه کول وو او هغه دا کار د خپل ژوند د ورکولو په ذريعه وکړو چې زمونږ د پاره کفاره شى ځکه چې د خدائ پاک عدالت په ځائ شى
هغه نۀ صرف د انسان د پاره د خدائ سره د روغې د پاره مړ شو بلکې هغه د مړو نه پاڅېدو او اوس د هغه خلقو بوتللو انتظار کوى چې څوک په هغۀ باندې ايمان لرى. نو اوس چې مونږ مړۀ شو نو زمونږ بدنونه مړۀ شى خو مونږ به د هغۀ سره موجود وو او دې ته مقدس کلام ابدى ژوند وائى
دا په هغه وخت ښکاره شى کله چې مونږ په مالک عيسى مسيح کښې د ګناه اقرار وکړو او د هغه کس په توګه يې وپېژنو چې څوک ګناه لرې کوى او د خدائ سره مو روغه کوى. په دې کښې د هغۀ د مالک په توګه قبلول هم شامل دى چې اوس يې مونږ په تابعدارۍ سره خدمت کوو. کله چې مونږ مسيح داسې قبول کړو نو هغه مونږ له د جنت حصه راولېږى چې روح القدس دې چې هغه په ايماندار کښې اوسېږى چې خپل ژوند د خدائ د پاره تېر کړو. د ايمان د دې بدلون نه پس د اوبو د بپتسمې رسم دې چې د اوبو د قبر په شان دې. د دې عمل مطلب نوې ژوند دې چې په جسمانى توګه د خدائ پاک د ابدى کار عزت دې چې د دې عمل په ذريعه ظاهر دې چې روحانى حقيقت بيانوى چې دننه يوې نوې کس جوړ شى
دا هر څه کېدې شى چې يو ساده عمل ښکارى خو دا يو اهم کار دې. مسيح تا له دا دعوت درکوى چې اَئې تاسو چه ټول خوارى کوئ اَؤ پنډ مُونږ درُوند دې، ماله راشئ اَؤ زَۀ به آرام درکړم. زما جغ په غاړه کړئ اَؤ له ما نه زده کړئ، ولې چه زَۀ حليم يم اَؤ په زړۀ کښې غريب، اَؤ ستاسو رُوحونه به آرام مُومى. ولې چه زما جغ په وړلو کښې پوست دې اَؤ زما پنډ سپک دې
زما ملګريه کۀ تۀ نن د هغۀ اواز واورې نو خپل زړۀ مۀ سختوه خو د روح شپون ته ژوند حواله کړه. هغه ستا سره مينه کوى هغه به داسې سکون درکړى چې ستا خيال به بهر وى او داسې خوشحالى چې جواب يې نشته. د دې مطلب دا نۀ دې چې ستا په ژوند کښې به طوفان او باران نۀ وى خو هغۀ وعده کوى چې هغه به مونږ هيڅ کله نۀ پرېږدى او نۀ وغورزوى
په اخر کښې به زۀ تا ته ووايم چې هغۀ ته سوال وکړه چې په حقيقت کښې تا ته ظاهر شى نو چې په هغۀ يقين ولرې. کۀ تۀ د زړۀ د اخلاصه داسې وکړ نو خفه به نۀ شې ځکه چې مونږ له يقين راکړې شوې دې چې پته راته ولږى چې خدائ پاک ښۀ دې. آمين
لنکونه