د مسيح سره زما د ژوند قيصه

السلام عليکم زما نوم راب دې او زۀ د امريکې د ټيکساس يم. زۀ به تاسو ته لږ د ځان په باره کښې وويم. زۀ اکثر د خپل ژوند قيصه په خدائ پاک باندې د ايمان نه شروع کوم چې دا زما د پاره ډېر اهميت لرى. تقريبا شل کاله وړاندې زۀ د داسې دور نه تېرېدم چې زما د ژوند څۀ مقصد نۀ وو. کله چې ما په مسيح کښې ايمان ولرلو نو هغۀ زۀ پورا معمور کړم او اوس زۀ مينه، خوشحالى، او هغه سکون لرم چې دې دنيا ما له هيڅ کله نۀ دې راکړې. هغه زما جنون او زما ژوند دې
کۀ زۀ دا داسې حقيقى تجربې نه نۀ وې تېر شوې نو ډېر وړاندې به ما حوصله بائيللې وې او د نورو مذهبونو په لټون کښې به لګيا وې. زما ژوند دې څيز بدل کړو چې ما د مسيح سره خپله ذاتى رشته ولرله چې هغه د فلسفې او د مذهب نه وړاندې لاړله. هغه څۀ چې حقيقت وو. دا هغه وخت وو چې زۀ په ژوند کښې د ايمان يو فيصله کن مرحلې ته ورسېدم هغه زۀ بيخى بدل کړم، په حقيقت کښې په يو شپه کښې مې ايمان ولرلو او د همېشه د پاره بدل شوم. زۀ يو بدل کس شوم او په دې کښې څۀ شک نۀ وو چې دا بدلون د هر چا د پاره ګواهى وه. زۀ بيا پېدا شوم او ما ته پته ده چې دا کليسا يو بل ټکې نۀ وو. زۀ په مسيح کښې يو نوې مخلوق وم. زما په ژوند کښې څه بدلون په مزه مزه راغلو او څۀ سمدستى. ما کتلى دى چې زۀ په خپل ژوند کښې خدائ د ډېرو څيزونه ساتلې يم چې په هغې باندې غالب راتلل زما د وس خبره نۀ وه. مسيح ما له طاقت راکړو چې په ډېرو ګناهونو باندې غالب راشم چې په هغې کښې د سيګرټو نه واخله جنسى بې لارې کېدل هم شامل وو. ما وليدل چې زما د ژوند په فېصله کن موړ کښې زما ښځه د ګردو د بيمارۍ او زما زوئ د ساه بندۍ د بيمارۍ نه خلاص شول. کۀ زما سره په دې وخت کښې بل څۀ وې نو ما به بله خبره درته کړې وې او زما د ژوند د قيصې په لوستلو به مو ستاسو وخت نۀ ضائع کولې
تۀ به وائې چې زۀ په تا يقين نۀ کوم يا به دا سوچ کوې چې تۀ مخلص يې خو په خلوص کښې غلط يې، بهرحال زۀ تا ته د زړه د اخلاصه درخواست کوم چې د خدائ پاک نه وغواړه چې تا ته د مسيح حقيقت ښکاره کړى. خو زۀ د دې په لوستلو ستا شکريه ادا کوم او زما سوال دې چې خدائ پاک دې د په ذريعه ډېر برکت درکړى

لنکونه

د خدائ پاک سره به څنګه تعلق لرې

مسلمان او اسلام ذرائع

پښتو-Pashto

My Testimony with Jesus

Leave a Reply