يو خوشحاله او صابر مسلمان

ما د ډېرو مذهبونو د خلقو سره خبرې کړې دى وائى چې هغوئ څۀ کوى نو په هغې باندې خوشحاله او راضى دى. داسې کس به صابر او مخلص وى خو ښۀ غلط به هم وى ځکه چې ټول مذهبونه صحيح نۀ شى کېدې اګرچې صحيح هم ښکارى‌
زۀ په خپله کۀ مسلمان وې نو خوشحاله به نۀ وې ځکه چې ما ته به پته نۀ وې چې دومره ښۀ عمل وکړم چې جنت ته لاړ شم چې په ايماندارۍ سره مې کلمه وئيلې، د ورځې مې پينځۀ وخت مونځ کولې، خيريت مې ورکولې، د رمضان د مياشتې روژې نيولې، او کۀ مالدار وې نو حج مې کولې. په دې باندې به څۀ مسلمانانو ته ډېر تکليف ملاوېږى چې د جهاد شهادت صرف د مسئلې حل دې چې کوم د ژوند او د ايمان د پاره يو لوئ مصيبت ښکارى
د مقدس کلام په مطابق دا قسم خلاصون د ذاتى اهليت او عبادت په ذريعه نۀ ملاوېږى داسې څوک هم نشته چې ګناه يې نۀ وى کړې او په دې وجه زۀ د خپل ځان په صداقت باندې باور نۀ لرم چې کوم زما په نظر کښې ښۀ ښکارى خو د خدائ پاک په نظر کښې د ګند بوجۍ وى. د خپل عقل په مطابق مونږ د خپل ځان صحيح اندازه نۀ شو لګولې کله چې د اسمانى د تلې خبره راشى نو مونږ د خدائ پاک په وړاندې هيڅ هم نۀ يو او خپل ځان او په خپل عمل باندې د باور ساتلو په وجه خلاصون نۀ راځى خو دا په ساده توګه د مسيح په بندوبست او د هغۀ د رحم په ذريعه ملاوېږى

د روميانو په نوم خط ٣: ٢٣
ځکه چه ټولو ګُناه کړې ده اَؤ دَ خُدائې دَ لوئى نه محرُوم دى

د روميانو په نوم خط ٦: ٢٣
ځکه چه دَ ګُناه بدل مرګ دې خو دَ خُدائې بخښنه زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې دَ تل ژوندُون دې

په متى ١١: ٢٨-٢٩ کښې مسيح وئيلى دى
اَئې تاسو چه ټول خوارى کوئ اَؤ پنډ مُونږ درُوند دې، ماله راشئ اَؤ زَۀ به آرام درکړم

زما جغ په غاړه کړئ اَؤ له ما نه زده کړئ، ولې چه زَۀ حليم يم اَؤ په زړۀ کښې غريب، اَؤ ستاسو رُوحونه به آرام مُومى

لنکونه

د خدائ پاک سره به څنګه تعلق لرې

مسلمان او اسلام ذرائع

پښتو-Pashto

A happy and content Muslim

Permission granted by David Woods for excerpts taken from the article on “ Muhammad and the Messiah” in the Christian Research Journal Vol.35/No.5/2012

Leave a Reply