ايا کعبه مقدس ده؟

اګرچې د عربو مذهب د الله عبادت د يو حقيقى خدائ په توګه خپل کړې دې خو بيا هم دا د تېرې زمانې د شرک نه ځان نۀ شى خلاصولې
کعبه چې کوټه ده په مکه کښې ده چې په اسلام کښې د ټولو نه زيات مقدس ځائ دې خو د اسلام نه مخکښې دا د غېرو خدايانو زيارت وو
د دې په ګوټ کښې يو تور کاڼې دې چې وئيلې شى چې د جنت نه راغلې دې او د دې توروالې د انسان د ګناه سره تړلې کېږى. په حج کښې مسلمانان نن سبا دا کاڼې ښکلوى
د اسلام نه وړاندې عرب د کاڼو د رواج لاندې وو چې هغوئ به دې کاڼو له په رسمى توګه اهميت ورکولو. عرب د کاڼو عبادت کوونکى وو چې د هرې قبيلې به خپله خپله کعبه وه چې په هغې کښې به د هغوئ تور کاڼې وو چې عبادت به يې کولو
د کعبې نه ګېر چاپېره د تاوېدو يو رسم طواف کېږى. د غېرو قومونو دا رسم داسې شروع شو چې د کعبې نه به ګېر چاپېره به دا قبيلې تاوېدلې چې تعلق يې د اسمانى څيزونو مياشت، نمر او ستورو د عبادت سره وو. د دې قبيلې په رسمونو کښې د کاڼى ښکلول شامل وو چې يقين يې وو چې په دې کښې خدائ يا روح اوسېږى. د دې کاڼى په ښکلولو سره د هغوئ په خيال برکت ملاوېدو. د تور کاڼى د تعلق په وجه په کعبه کښې د مياشتې خدائ هوبل عبادت کېدو
د عربو د نورو رسمونو تعلق د هغوئ د غېرو قومونو د تېر وخت سره دې. په مينا کښې شيطان ويشتل، او د صفا مروا منډې د غېرو قومونو رسمونه دى چې د دو بتانو په مېنځ کښې استعمالېږى، ثنا وئيل پخوانې رسم دې چې هغوئ په خپلو مړو پلار نيکۀ صفت کولو او اوس دې د الله د ثنا صفت شکل اختيار کړې دې
عربو د غېرو قومونو د پخوانى وخت نه پورا ځان نۀ دې خلاص کړې او تر اوسه پورې د توحيد د نوې جنډې لاندې موجود دې. په اسلام کښې د عربو دا رسم د کعبې د پاره د تقدس په ځائ ګډ وډى پېدا کړې ده چې د اسلام مشهور بنياد دې نو د دې نه ښکارى چې په دې مذهب کښې کمزورۍ شته. نو اسلام د خپلې پېژندګلو د پاره جوړولو د پاره د حق دين په توګه تر کومه حده پورې تلې دې؟ نو ظاهره ده چې دې خپل بنياد د يهودى عيسائيت نه اخستې دې او د غېرو قومونو د پخوانى وخت په شان دننه ډک دې. دا په حقيقى کښې صحيح دې يا يې نظريې قبولې کړې دى او د علاقائى مذهب سره يې يو ځائ کړې دى او د دنيا د نورو مذهبى نظريو سره يې ملاو کړې دى؟
تۀ غواړې چې يو داسې مذهب ته ځان حواله کړې چې خپل ځان يې د پخوانو ډلو نه نۀ دې صفا کړې؟ آيا اسلام د بت پرستۍ نظام هم هغه شان رامنظم کړې دې او يو نوې مذهب يې جوړ کړې دې چې بنياد يې د فرشتې په وحى باندې دې؟ د اسلام شا ته چې څۀ پټ دى هغه يو سرې بت دې چې ستن ډېر خدايان دى. د دې مضمون په ليکلو کښې ما ډېرې ذريعې استعمال کړې دى چې د دې سره يې تعلق دې او چې معلومات مې راغونډول نو ما د حق د صداقت نه کار اخستې دې
زۀ تا ته سوال کوم چې دا مضمون په دې وجه مۀ ورانوه چې تا ته بې ادبى ښکارى. زۀ تا ته وايم چې په دې باره کښې د کولاؤ ذهم سره خپل تحقيق وکړه
د دې مضمون په ذريعه زۀ اسلامى نظريې ته خبردارې ورکوم خو په مسلمانانو او چې څۀ مقدس ګڼى په هغې باندې د بې ځايه الزامو نه ځان ساتم. زۀ خپل ډېر مسلمانان دوستان پېژنم په خپل عمل کښې د خدائ په نظريه کښې مخلص دى. خو زۀ ورته وايم چې حقيقت ته دې زړۀ کولاو کړى چې راهنمائى يې وکړى چې خپل ځان د حوالو کولو په باره کښې ښۀ فېصله وکړى
په اخر کښې کۀ تۀ مسلمان يې نو زۀ به تا ته سوال وکړم چې د خدائ نه وغواړه چې د اسلامى عقيدې په باره کښې حقيقت درته ښکاره کړى

لنکونه

د خدائ پاک سره به څنګه تعلق لرې

مسلمان او اسلام ذرائع

پښتو-Pashto

Is the Ka’ba sacred?

Leave a Reply