ايا محمد دروغژن پېوغمبر دې؟

ايا محمد دروغژن پېوغمبر دې؟ ډېر داسې مذهبونه او ډلې شته چې هغوئ د يو رښتونى کس په ذريعه د وحى د نازليدو دعوې کړې دى. خو مونږ به ګورو چې کوم يو حقيقت دې او کوم يو دروغ او افسانه دې، هر يو کس د وحى دعوه کولې شى خو په څۀ موقعه به دعوې کتلې شى چې په معيار پورا دى کنه او کۀ دا به تحقيق او تنقيد ته ټينګ شى. يوه ګواهى د يو کس د شهادت صرف د اصليت په شان صحيح ده. د قانون په عدالت کښې کۀ يو کس د ګواهۍ د پاره ودروې نو د هغۀ قابليت ته به ګورې. چې د هغوئ ګواهى به د هغوئ د کردار په مطابق اعتبارى ګڼلې شى يا به د ګواهۍ قابل نۀ شى ګڼلې

زما په خيال چې زۀ به څۀ ته ګورم نو هغه به د دې مذهبى تحريک شروع کوونکى کردار وى چې هغې ته اسلام وئيلې شى

محمد هغه کس وو چې په روحنايت کښې يې سوچ کولو. نو دې هغه د روحانيت هغه ځائ ته يې ورسولو چې د هغۀ په خيال پيريان وو. دې خبرو په هغۀ باندې دومره دباؤ راوړو چې هغۀ دوه ځل د خودکشۍ کوشش کړې وو او هغۀ ته دا پته نۀ لګېده چې د دې وحى په وجه هغۀ ته شاعر کښې ليونې ووائى. ابتدائى اسلامى ذريعې دا هم وائى چې هغه د شيطان د اثر لاندې وو کله چې هغۀ سورت ٥٣ ليکلو چې د هغې په وجه زۀ د هغۀ په وحى صداقت باندې شک کوم. محمد په خپل اخرى وخت کښې ووئيل چې هغه يو کال د جادو د اثر لاندې وو او د ابن عشاق په مطابق په دې وخت کښې په محمد پيريان ناست وو او بخارى وائى چې دې جادو د دروغو د مذهب لاندې کړو

مونږ د هغۀ د ذاتى خصوصيتونو او کردار په باره کښې هم تپوسونه لرو. هغۀ د فوجى طاقت نه کار اخستلو چې خپل عقيده مخ په وړاندې بوځى. دا هغه مذهب وو چې هغه به د جهاد او مقدس جنګ شکل اختياروى. د قبضې او اثر ساتلو د پاره اسلام هم د دې چل نه کار اخلى. دا د وينې توئيدو نه شروع شوې وو او تر اوسه پوره وينه توئيوى. نو مونږ هغه مذهب ګورو چې د هغې بنياد د انسانيت د مينې په اظهار باندې نۀ دې خو د دې بنياد د انسانيت په هغه خصوصيت باندې دې چې د انسانيت تباهى او احتصال دې

د طاقت د دې غلط استعمال سره سره د هغۀ جنسى کردار هم مشکوک وو چې يوه ماشومه عائشه يې استعمال کړې وه چې وادۀ يې کړه او چې کله د نهو کالو شوه نو د هغې سره جنسى عمل شروع کړو چې هغه لا بلوغت ته هم نۀ وه رسېدلې. هغه د ډېرو ښځو ساتلو اجازت هم ورکوى خو د خاص وحى په وجه صرف هغۀ ته دا حق حاصل دې چې نهۀ ښځې وکړى چې قران په سورت ٤: ٣ کښې منع کوى چې څلورو نه زياتې نه. يوه بله قيصه د زينب سره وادۀ کول دى چې د هغۀ جوړ شوى زېد طلاقه کړه او محمد ځکه هغه ښځه کړه چې هغه يې بربنډه وليده او د هغۀ جنسى خواهش يې راپورته کړو چې کله يې جوړ شوې زوئ بې وخت ليدو. مسلمان د وينځې سره د وداۀ نه بغېر هم جنسى عمل کولې شى که خاوند يې ژوندې هم وى. محمد خپل امت له د متعه يعنې د کنجرتوب اجازت هم ورکړې دې، چې نن هم کولې شى، چې مسلمان د جنسى عمل د پاره پېسې ورکوى، د لږ وخت د پاره يې وادۀ او بيا طلاقه کړى. بل د ښځو د حقونو وهل هم دى هغۀ د وهلو اجازت هم ورکړې دې کۀ ضرورت وى

په دې وخت د ډېرو تپوسونو ضرورت نشته چې معلوم کړې شى چې دا مذهب هغه چا جوړ کړې چې هغه مستحکم نۀ وو.
په تاريخ کښې نور څۀ هم شته چې سياسى او مذهبى بنياد د مقصد او نظريې مخکښې کېدو د پاره استعمال شوې دې. نو د دې نظريو په وجه د انسانيت قتل عام شوې دې چې بنياد يې په نفرت او په نا برداشت باندې دې چې د انسان د وس او دس نه بهر دې. څۀ خبرې دومره خرابې دى چې ورته شيطانى وئيلې شو. د سټالين او هټلر په شان خلق چې دروغژن پېغمبران وو هغوئ ډېر زور حاصل کړې دې چې بالکل بې يې خراب کړى او دا شيطانان به هغه ځائ ته ورسوى چې د تباهى منصوبې دى. عجيبه خبره دا ده چې د هټلر په شان چالاک کس باندې اعتبار وکړى چې کېدې شى چې د هغۀ دماغى توازن صحيح نۀ وې. مونږ ټول حېران يو چې نن دې قتل عام ته ګورو او حېران يو چې په شلمه صدۍ کښې هم دومره په لوي مقدار کښې داسې کار کېږى او خلق دومره په پټو سترګو په دې دروغو باندې ولې عمل کوى. په بدقسمتۍ سره دا عمل نن هم د اسلام په خوښه جارى دې. دا ليونتوب د انسانيت په هر څېز باندې اثر کوى او تباهى راولى چې يوه ورځ به بې شکه د هټلر په شان تباهى راولى.
ټولې دنيا ته پته ده چې د دي ظالمانو شا ته لويه تيارۀ، غلطۍ او د اسلام سخت جرمونه پراته ده. اسلام هغه مذهب دې چې په ټوله دنيا کښې د لوئ اثر او بيمارى خورېږى ځکه چې يو کس د سوال جواب خوب لېدلې وو

تۀ به د مرګ او تباهۍ په دې لاره باندې روان اوسې؟ کۀ تۀ په اسلام عمل کوې نو زۀ به تا ته ووايم چې خپل رغبت شاته کړه چې تۀ ورته مقدس وائې په سنجيدګۍ سره هغه ثبوت ته وګوره او خدائ پاک ته سوال وکړه خپل ځان درباندې ظاهر کړى چې څوک د ژوند ورکولو د پاره راغلې وو او زيات ژوند درکړى چې نوم يې عيسى دې

متى ٧: ١٥-١٦
١٥ دَ دروغژنو نبيانو نه خبردار اوسئ، داسې کسان چه دَ ګډو په جامو کښې تاسو ته راځى اَؤ په اصل کښې هغه داړُونکى شرمخان دى. ١٦ تاسو به هغوئ په خپله ميوه وپيژنئ. آيا دَ اَزغنو جاړو نه څوک انګور، يا دَ جاخُونو نه څوک اينځر راشُوکولې شى څۀ؟

لنکونه

د خدائ پاک سره به څنګه تعلق لرې

مسلمان او اسلام ذرائع

پښتو-Pashto

Is Muhammad a false prophet?

Permission granted by David Woods for excerpts taken from the article on “ Muhammad and the Messiah” in the Christian Research Journal Vol.35/No.5/2012

Leave a Reply