د ښځو په باره کښې اسلامى نظريه

د ښځو د حقونو په باره کښې کېدې شى چې په اسلامى معاشره کښې مختلف اصول وى چې بنياد يې په قران او حديث باندې دې چې لاندې او محدود ژوند تېر کړى
اسلامى نظريه په تعصب باندې دې او په څۀ وجو د ښځو د احتصال اجازت ورکوى
په قران ٤: ٣٤ د ښځو د وهلو اجازت ورکړې شوې دې. د انسان فطرت دې چې د خپل د ژوند ملګرى سره د مينې ښۀ تعلق ولرى چې د اعتبار ماحول پېدا شى چې بنياد يې د يو بل په حفاظت او د خيال ساتلو باندې دې. نو دا اصلاح عمل د مينې صحيح اظهار طرف ته دې بوتلې شى؟ نو کۀ دا حالت وى نو چې کله خاوند په غلطه وى نو د هغۀ اصلاح به څنګه کولې شى. نو ولې د دې جواب نۀ دې په کار کۀ په هغه غلطه نۀ وى يا د هغۀ د لوئې په وجه هغۀ ته د اصلاح ضرورت ورته نۀ وى؟
کېدې شى چې په ښځو کښې اخلاقى کمې وى نو دا حديث ځکه د ښځې ذات د اصلاح خبره کوى. د دې ټولو حديثو نه پس دا تصور ورکوى چې ښځې په روحانى او اخلاقى توګه محرومه دى او د بدۍ ‌طرف ته مائيلې دى. حديث وائى چې په دوزخ کښې به د ښځو اکثريت وى او ډېرې لږې به په جنت کښې وى. مسلم جلد ٤ حديث ٦٥٩٧ صفحه ١٤٣٢ او مسلم جلد ٤ حديث ٦٦٠٠، صفحه ١٤٣٢
اسلامى نظريې ځنګلى خوبې هم لرى چې د نر د جنسى اظهار نه ګېر چاپېره تاوېږى. د خدائ نه يرېدونکې سړې به په جنت کښې د سلو حورو سره په يو ورځ مباشرت کوى، سورت ٥٥. نو کومې لږې ښځې چې جنت له لاړې شى نو هغوئ له به برابر حيثيت ورکولې شى څۀ؟ هغه ښځه کومه چې ټول عمر د خاوند وفاداره وى څنګه به برداشت کړى چې يو ورځ به د هغې خاوند په جنت کښې پردې ښځې رانيسى چې د خوند نه به ډکې وى او په ابدى ژوند کښې به ملاوېږى. کۀ د هغۀ د جنت د پاره دا مقصد وى نو د ښځې په توګه به د هغۀ ستا سره په دې لنډ ژوند کښې څه مقصد وى؟ کۀ هغه غواړى چې په ابدى ژوند کښې خوندونه واخلى نو بيا د هغۀ سره په تعلق کښې تۀ د دې مقصد د پاره د هغۀ خدمت نۀ کوې. کله چې هغه په دې دنيا کښې تا نه ښۀ خوند واخلى نو په هغۀ پسې به جنت د تلو څۀ فائده نۀ وى ځکه چې د هغۀ ضرورت به د نورو سره پورا کېږى
قران او حديث د خاوند د جنسى تسکين نظريه هم لرى چې د ښځې د خيال ساتلو ضرورت په کښې نشته قران ٢: ٢٢٣، مشکوة المسبيح صفحه ٦٩١، ترمذى، بخارى جلد ٧، حديث ١٢١، صفحه ٩٣
د دې نه علاوه په مختلفو اسلامى معاشرو کښـې جنسى پيچيدګۍ هم شته چې په کښې د جينکو سنت کول هم شامل دى چې هغوئ د جنسى خواهش د را اوچتېدو نه بچ وساتلې شى. په دې باندې بحث کښې چې ايا محمد د دې اجازت ورکړې وو کنه خو خو دا اوس هم په ډېرو ملکونو کښې کېږى
بله دا چې مسلمان قانونى کنجرتوب يا متعه هم کوى کومه چې د عرضى نکاح په شکل کښې د دې د پاره موجوده ده چې د مسلمانو سړو جنسى ضرورتونه پورا کړى.
يو بل څيز چې ډېر نازک دې او معاشرتى پي پيچيدګۍ پيدا کوى هغه په کورنۍ کښې د ټولو ښځو کول دى
په دې معاشرتى خرابو باندې پوهېدو باندې د پوهېدو د پاره د يو معاشرتى عالم ضرورت نشته. يو کس به د معاشرې د اخلاقى اقدارو خلاف بحث کوى خو مونږ د بنيادى ضرورتونو خبره کوو چې د انسان د عالمګير موجودګۍ خبره کوى
کېدې شى چې د اسلام په معاشرتى جال کښې ګېر يې چې ځان له ښکارې يا په بدقسمتۍ سره هيڅ پته درته نۀ لږى. تا ته پته نۀ لږى چې د اسلام د ظلم په وجه څۀ ښځې په جسمانى يا ذهنى توګه وهلې شوې دى. کۀ تۀ د دې حقيقت سره مخ کېدو ته تيار نۀ يې نو تۀ به په اسلامې معاشره کښې اموخته شوې يې. کېدې شى تا ته وئيلى شوى وى چې دې خبرو ته ځان تيار کړه په دې مسئلو باندې سوچ نۀ کوې چې ما بل اعتراض ته بوځى
د حديث په مطابق ښځې کم عقلې دى. د دې نظريې په مطابق د ښځو ګواهى نيمه ده ځکه چې هغوئ نيمه اندازه لګوى. کله چې د خلقو دا ايمان جوړ شى چې هغوئ کمزورې دى نو د هغوئ استعمالول او قابو کول اسان وى. نو د سړى قبضه کوونکى مذهب نه هم دغه څيز ملاوېږى چرته چې د عزت په ځائ د زور بادشاهى وى
بخارى دريم جلد حديث ٨٢٦، صفحه ٥٠٢
ما ته پته ده چې دا بلاګ سخت خبرې لرى زما اميد دې چې ما خپله خبره نېغ په نېغ سخته نۀ وى کړې. په حقيقت کښې زۀ د اسلام د ادب عزت کوم خو د دې دا مطلب نۀ دې په کار چې ښځې راګېر کړې او د هغوئ انسانيت کم کړې
سړو زۀ تاسو ته وايم چې د اسلام په دعوو او د دې د ښځو سره په سلوک باندې غور وکړئ. کۀ تاسو په دې زور ظلم باندې عمل هم نۀ کوئ نو په اسلام کښې دا خبرې موجودې دى چې د هغې تائيد دې اسلام مقدس ايتونه او حديث کوى. ياد ساتئ چې دا ښځې زمونږ مېندې دى چې د چا نه پېدا شوى يو او چې کله کمزورى وو نو مونږ له خوراک راکولو. هغوئ د هغه عزت حقدارې دى چې خدائ پاک ورکړې دې چې زمونږ د سړو په توګه د ودې خيال ساتى.
زۀ غواړم چې پته درته ولږى چې اسلام خپل خدائ جوړ کړې دې او ستاسو د ايمان قدر کوم خو زۀ تاسو هغه حقيقت ته ورخبروم چې دا مذهب تاسو د تباهۍ طرف ته بوځى
د خدائ پاک بنيادى کردار هغه مينه ده په مقدس کلام کښې بيان شوې ده او اسلام د دې خدائتوب خلاف دې. خدائ پاک منصف دې هغه مهربان، رحم کوونکې، نرم، رحيم، صابر او امن پسند دې. دا به هغه خوبۍ وى چې د الله سره تړلې وى خو څۀ ثبوت نشته چې د دې په منونکو کښې موجودې وى. اګرچې لږې پېسې غريبانو له ورکولې شى خو بيا هم چرته اسلامى انسانى تنظيمونه نشته خصوصا د خپلو معاشرو د پاره ځکه چې دا به د کافرانو کار ګڼلې شى. اسلام وحى نۀ ده بلکې د قبضې او تشدد نه ډک دې چې د زور نه کار اخلى او په ټوله دنيا کښې خپل اثر خوروى. د اسلام سره ستاسو غم نشته بلکې غټ مقصد يې په دنيا قبضه کول دى. تۀ به وائې چې ازاد خياله مسلمان يې چې دا د اسلام د ايمان او عمل سره سمون نۀ خورى. دا اسلام دې چې ستا عمل خپل خدمت د نظريې لاندې ټيک کوى. کۀ تۀ وائې چې د اسلام په داسې نظريه باندې عمل نۀ کوې نو تۀ به يو عام مسلمان يې او د الله تابعدار به نۀ يې. تا ته به پته وى چې ستا په زړه کښې څۀ کمې شته زما يقين دې چې دا به د خدائ د مينې په طرف باندې د دروازې کولاوېدل وى
ځکه چې خدائ پاک د دې دنيا سره دومره مينه وکړه چې مسيح يې ورکړو چې څوک هم په هغۀ ايمان راوړى نو هلاک به نۀ شى او ابدى ژوند به بيا مومى
نو ښځو زما يقين دې چې ستاسو ذهن کار کوى چې صحيح فېصله وکړئ چې د مينه ناک خدائ ايتونه د جعلى مذهب په ځائ حقيقت وپېژنئ
په اخر کښې زۀ سوال کوم چې زۀ دا خبرې کوم نو ستاسو د عزت کمې مې نۀ وى کړې. دا په تاسو باندې حمله يا تکليف رسول نۀ دى اګرچې زما خبرې سختې دى. زۀ د نفرت پېش کش نۀ کوم. زما سره ستاسو د روح صحيح فکر دې او کله کله چې تاسو په معاشره کښې راګېر يئ نو د معاشرې نه وتلل ستاسو د پاره مشکل وى
په اخر کښې زۀ تاسو ته وائم چې د خدائ پاک په مخکښې کولاو زړه او حقيقت پسند شئ. په شروع کښې به يرېږئ ځکه چې د ايمان والا خلق نۀ غواړى چې د خپل دين نه واوړى خو زۀ درته وايم چې خدائ ته سوال وکړئ خپل مينه درباندې د پخې او حقيقى مينې سره ښکاره کړى چې هغه مسيح دې

دا يو څو ويب سائټونه دى چې په تحقيق کښې به ستاسو مرسته وکړى

Bible

4laws.com/laws/languages.html

لنکونه

د خدائ پاک سره به څنګه تعلق لرې

مسلمان او اسلام ذرائع

پښتو-Pashto

Islamic view of Women

Leave a Reply