عيسى اخرى پېغمبر

څۀ موده وړاندې ما ته يو مسلمان ملګرى ووئيل چې محمد اخرى پېغمبر دې. دا عقيده د عبرانۍ صحيفو نه راځى چې د تثنياه په کتاب ١٨: ١٥ کښې ده
د صحيفې مطلب هر ګز دا نۀ وو چې په اسلام کښې پورا شى، چې کوم به د غېرو قومونو مذهب وى او د عبرانيانو په مطابق به دروغژن خدائ وى، چې د پېشن ګوئۍ غلط استعمال يې کړې وى
موسى دا خبرې عبرانيانو ته کړې وې او دا عبرانيانو ته د يو عبرانى د طرف نه دى. د تورات د نازلېدو نه پس چې د اسرائيليانو سره لوظ وو او د پطروس په مطابق اعمال د رسولانو ٣: ٢٢ او سټيفن په په مطابق اعمال د رسولانو ٧: ٣٧ دا پېشن ګوئ د اخرى پېغمبر عيسى مسيح په باره کښې ده
موسى بنى اسرائيلو ته ووئيل چې خدائ پاک به ستاسو د وروڼو نه زما په شان يو پېغمبر پېدا کړى. کله چې د دې ترجمې کېږى نو د وروڼو ټکې ډېر اهم دې. چې د عبرانيانو د نسل د پاره دې
خو د عبرانيانو او د عربو د پلار نيکۀ په مېنځ کښې څۀ نه څۀ تعلق شته خو دا ايتونو صفا د اهل کتابو بنى اسرائيلو د پاره دى
دا ايتونه عيسائيانو غلط نۀ دى ترجمه کړى چې ګډ وډى يې په کښې کړې وى ځکه چې تورات د يهوديت بنيادى کتاب دې چې عيسى له د پېغمبر لقب او درجه ورکوى
کېدې شى چې تۀ هم د يهوديت د غټې عقيدې سره متفق شې چې عيسىى لوئ پېغمبر نۀ منى خو دا به هغه ازادۍ سره متفق نۀ شى چې اسلام د دي ايتونه نه اخستې ده
چې کله تۀ د بنى اسرائيلو د پېغمبرانو سلسلې ته ګورې نو تا ته به د يهوديانو غټ انکار پته ولږى. د عيسى په باره کښې د ټوله نه غټه پېشن ګوئى په يشعياه کښې ده. يشعياه ٥٣ وائى چې هغه تکليف شوې خادم دې چې انسان رد او سپک کړو خو خدائ قبول کړو.
زما سوال دې چې تۀ به د عيسى د صحيح مقام نه انکار نۀ کوې د چا د اخرى اختيار په باره کښې چې صحيفې خپل تکميل او مقصد مومى
د نبوت اواز چې وراثت خاص کوى چې په نتيجه به واورى او پېغام او تکميل به يې قبول کړى چې د عيسى په ذات کښې پورا کېږى. عبرانيانو په نوم خط ١: ١-٢. د چا د اورېدو غوږونه شته نو هغوئ د روح القدوس غږ اورى. آيا تۀ د خدائ پاک آواز اورې؟

لنکونه

د خدائ پاک سره به څنګه تعلق لرې

مسلمان او اسلام ذرائع

پښتو-Pashto

Jesus the Last Prophet

Leave a Reply