مسيح د خدائ زوئ دې

اسلام به وائى چې د خدائ زوئ نشته او زۀ وايم چې اکثر زۀ د دې سره متفق يم چې بنياد يې د زوئ توب په پوهه باندې دې. مسيح په يو بې مثاله معجزانه توګه پېدا شوې وو زۀ منم چې خدائ جنسى تعلق نۀ ساتى او بچى نه پېدا کوى. د دې عقيدې بنياد د غېرو قومونو په قيصو باندې دې او داسې شته چې د دې تعليم ورکوى

ډاکټر مائيکل براؤن کوم چې د يهوديانو د ژبو ماهر دې کومه چې د يهوديانو اصلى ژبه او دوستور دې او مقدس کلام د دې تصور حکم ورکړې دې. په شروع کښې مونږ به دا خبره په ذهن کښې ساتو چې زمونږ د يويشتمې صدۍ دماغ د زړې زمانې د عبرانۍ په شان سوچ نۀ لرلو. د خدائ د زوئ ټکې په عبرانو صحيفو کښې ډېر ځله استعمال شوې دې چې اسرائيل ته خپل زوئ وائى، او داسې بادشاهانو، فرښتو ته نو هم. چې عسى مسيح دې نو هغه د دې لقب واحد نمائنده دې چې هغه د اسرائيل اولاد دې خو هغه د بادشاهانو بادشاه او د مالکانو مالک هم دې او هغه د اسمانى فرښتو نه اوچت دې. چې هغۀ له شناخت ورکړې شوې دې نو بيا هغه د دې لقب د خدائ د زوئ څومره حقدار دې

په مقدس کلام کښې په عبرانۍ کښې د زوئ ټکې بن، په آرامى کښې بر او په عربۍ کښې ابن دې. د دې حواله د دنياوى اولاد سره هم ورکولې شى نو تا ځکه د دې ټکى نه د زوئ مطلب اخستې دې يا دا په علامتى توګه استعمالېږى لکه چې د پېغمبرانو زامن چې معنه يې د پېغمبرانو شاګردان دى. کله چې دا د اسرائيليانو بادشاهانو حواله ورکوى نو د دې زوئ مطلب الهامى وى لکه چې په ٢ سموئيل ٧: ١٤ کښې وائى چې زۀ بۀ د هغۀ د پلار او هغه به زما زوئ وى او دا د اسرائيليانو د پاره هم استعمالېږى لکه چې هجرت ٤: ٢٢-٢٣ چرته چې خدائ وائى چې اسرائيل زما وړومبې پېدا شوې زوئ دې او ما تا ته وئيلى دى چې زما زوئ پرېږده چې زما عبادت وکړى. خو د زوئ بله معنه هم د هغه درجې کېدل دى لکه چې فرښتې. زما مطلب دا نۀ دې چې فرښتې د خدائ زامن دى خو هغوئ ته بنى الوهيم يا د خدائ زامن وئيلى شوى دى. دا ټکې د اسرائيليانو د تابعدارو خلقو د پاره هم استعمالېږى هوشع ١: ١٠. چرته چې وائى اِسرائيليان به د سمندر د شګو په شان ډېر شى اؤ څوک به يې شمېرلې نۀ شى اؤ نۀ به يې څوک اندازه لګولې شى. نو خُدائ‌پاک هغوئ ته وائى، ”تاسو زما خلق نۀ يئ،“ خو هغه ورځ راروانه ده چې هغه به ورته وائى چې، ”تاسو د ژوندى خُدائ‌پاک بچى يئ

لنډه دا چې د زوئ او پلار ټکى علامتا استعمالېږى چې د مقدس کلام د دې زمانې د ټکو نه مختلف دى نو ستا تعصب يا استعمال کښې چې دا ټيک ستا ژبې په مطابق استعمالېږى نو دا غلط دى چې د زړې زمانې د مقدس کلام د نظريې نه بالکل بل شان دى

لنکونه

د خدائ پاک سره به څنګه تعلق لرې

مسلمان او اسلام ذرائع

پښتو-Pashto

Jesus is God’s Son

* Of special note regarding the title and term ‘Son of God’ , it is used in its most unique and supreme sense as a reference to the divinity of Jesus as the Christ in Mathew 28:16-20, John 5:16-27, and Hebrews 1.اسلام او د مسيح خدايتوب-Pashto

Leave a Reply