کله چې د عيسى مسيح په خدايتوب باندې سوچ کېږى نو په کار دى چې فېصله وکړى چې مقدس کلام اعتبارى دې کنه. نو ما د نوې لوظ نامې د اعتبارى کېدو په باره کښې يو مضمون ليکلې دې چې د مسلمان د پاره دې
د اسلام نظريه چې مقدس کلام ګډ وډ شوې دې
د مسيح د خدايتوب په دې ټوله معامله کښې چې مقدس کلام څۀ وائى نۀ ده ځکه چې دا يې پچېده کوى خو د قران غلطى ده چې په سورت ٥: ١١٦ کښې ده چې عيسائيان په درې خدايانو الله، عيسى او مريم باندې ايمان لرى چې نۀ مقدس کلام نۀ او نۀ عامو عيسائيانو حمايت کړې دې. خو د تثليث بنياد همېشه په پلار، زوئ او روح القدوس باندې دې. کۀ تۀ غواړې چې د مقدس کلام په علامتى ټکو پلار او زوئ باندې پوهه شې نو ما يو بل مضمون ليکلې دې چې دا تعلق تصور بيانوى
مسيح د خدائ زوئ دې
کۀ الهامى مقدس کلام رښتيا وائى نو د عيسى او د انجيل ټکى د هغۀ په خدايتوب باندې متفق دى. په شروع کښې يو عام او شکى کس ته دا خبره صفا نۀ وى او د هغۀ د مسيح حيثيت هم صفا نۀ دې چې مسلمان يې منى. عجيبه خبره ده چې عيسى د خپل خدايتوب مسيحيت په باره کښې نۀ وائى اګرچې هغه په دې کردار پورا هم دې، متى ١١: ٢-٦. هغې تر دې پورې لاړو چې نور خلق يې بادشاه جوړ کړى، ٦: ١٤-١٥ او داسې خبرې رد کوى چې دنياوى بادشاه وګڼلې شى وائى چې د هغۀ بادشاهى د دې دنيا نۀ ده، يوحنا ١٨: ٣٦-٣٧. دا تر هغې پورې نۀ وو چې کله يې د دښمنانو په وړاندې عدالت کېدو چې هغۀ بې د رضا نه ووئيل چې هغه مسيح يا عيسى دې. لوقا ٢٢: ٦٦-٧١، يوحنا بپتسمه ورکوونکې هم د مالک د لارې تيارولو د پاره راغلې وو، مسيح په خپله د هغۀ د خدائتوب لافو وهلو د پاره تبليغ نۀ کولو خو د هغۀ بنيادى مقصد د خلقو خدمت کول وو نۀ چې د هغۀ خدمت وشى، متى ٢٠: ٢٨. دا صرف په ذاتى خبرو اترو کښې وو چې هغۀ خپل ځان خپلو وفادارو شاګردانو ته خپله اصلى پېژندګلو ښکاره کړه د هغۀ خوښه نۀ وه چې صفا چغې يې وهلې وې خو هغۀ يو عام سوال وکړو چې د چا په باره کښې يې سوچ کولو چې مسيح دې هغۀ نۀ غوښتل چې د انسان په ګواهۍ يقين وکړى خو د خدائ پاک پلار په خدايتوب او په روح القدوس چې حقيقت ښکاره کړى. متى ١٦: ١٣-٢٠، يوحنا ٦: ٤٤، يوحنا ١٦: ١٣. هغۀ دوئ ته ووئيل چې په دې وخت دا خبره هيچا ته مۀ کوئ
کېدې شى چې دا تا ته عجيبه ښـکارى چې عيسى د ځان په باره کښې څه وئيل نو د هغې جواب يې نۀ ورکولو خو هغۀ داسې ځکه وکړل چې د خپلو پخو دښمنانانو نه يې پټ کړى تر هغې پورې چې په دې دنيا يې خپل کار پورا کړې وې، خصوصا چې هغۀ څۀ وائيلى وې نو په هغوئ باندې به يې څه اثر نۀ کولې او د هغۀ خلاف به يې داسې استعمال کړى وې لکه څنګه يې د هغۀ ګواهى رد کړې وه او په هغۀ کښې تشې غلطۍ او ګناه لټولې. دا الهامى علم صرف د هغۀ د حقيقى شاګردانو د پاره وه کومه چې د بې ايمانه د عام نظر نه پټه وه چې خدائ روح القدوس هغوئ ړانډه او کاڼه کړى وو چې کله يې د ايماندارانو سترګې او غوږونه کولاول چې حقيقت وپېژنى هغۀ نۀ غوښتل چې ملغلرې د خنزيرانو او سپو په وړاندې واچو. دا ټوله قيصه د مقدس کلام د حقيقت توثيق کوى چې که عيسائيانو غوښتلې چې د مقدس کلام د مسيح د خدايتوب په باره کښې غلط استعمال وکړى نو هغوئ کولې شوې چې نور څه لکه سيډيپګرافل ګنوسټک انجيل يې ليکلې وې. راځئ چې وګورو چې انجيل شريف د عيسى د فطرت په باره کښې څۀ ښائى چې کله د هغۀ د خدائتوب روح ښائى چې بنياد يې په کلام د مسيح او د هغۀ د شاګردانو په عمل باندې دې
په شروع کښې عيسى د خدائ ذاتى نوم د ځان د پاره استعمال کړو چې د عبرانۍ په تورات کښې داسې دې، زۀ يم. يوحنا ٨: ٥٨
هغۀ ځان د ټولو انسانانو قاضى ووئيل، متى ٢٥: ٣١-٤٦
هغۀ په ازادۍ سره عبادت قبلولو او هيڅ څوک يې نۀ رټل
يوحنا ٩: ٣٨
هغۀ ووئيل، ”مالِکه زما پرې ايمان دې.“ اَؤ هغۀ ته په سجده پريوتو
متى ١٤: ٣٣
په کشتئ کښې ناست سړى ورته په سجده شول اَؤ وئې وئيل، ”بې شکه! چه تۀ دَ خُدائې زوئې يئې
متى ٢٨: ٩-١٠
ناڅاپى عيسىٰ په لاره پرې پيښ شو اَؤ په هغوئ ئې سلام واچولو. هغوئ ورغلې اَؤ دَ هغۀ پښې ئې ونيولې اَؤ سجده ئې ورته وکړه١٠ بيا عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه ”ويريږئ مه، لاړې شئ اَؤ زما وروڼو ته دا پيغام ورکړئ چه هغوئ دِ ګليل ته لاړ شى، ما به هلته ووينى
متى ٢٨: ١٦-٢٠
يوولس مُريدان دَ ګليل هغه غر ته روان شول چه عيسىٰ ورسره دَ ليدو دَ پاره مقرر کړې وُو. کله چه هغوئ هغه وليدو نو ورته په سجده شول مګر ځنې شکمن وُو. بيا عيسىٰ ورغې اَؤ خبرې ئې ورسره وکړې اَؤ ورته ئې ووئيل چه ”دَ آسمان اَؤ دَ مزکې ټول واک ما ته راکړې شوې دې. ځکه تاسو په مزکه خوارۀ شئ اَؤ ټول قومُونه زما مُريدان کړئ اَؤ دَ پلار، دَ زوئې اَؤ دَ رُوحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ. ٢١ اَؤ دا تعليم ورکوئ چه په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چه ما تاسو ته حُکم کړې دې. اَؤ دا يقين لرئ چه زَۀ به تل تاسو سره يم، تر آخره وخته پورې
هغۀ دعوه وکړه چې هغه د ګناه د معاف کولو قدرت لرى مرقس ٢: ١-١٢ او لوقا ٧: ٤٠-٥٠
هغۀ د دنيا د پېدا کېدو نه مخکښې د خپل جلال او موجودګۍ حواله ورکړه
يوحنا ١٦: ٢٨
زَۀ دَ پلار نه راوتلې يم اَؤ دې دُنيا ته راغلې يم اَؤ اوس زَۀ دُنيا بيا پريږدم اَؤ پلار له ځم
يوحنا ١٧: ٥
اَؤ اَئې پلاره! اوس تۀ ما ته په خپل حضُور کښې جلال راکړه، هغه جلال کُوم چه ما تا سره دَ دُنيا دَ پيدايښت نه اول لرلو
عيسى خپل ځان ته د سبت مالک او د داؤد بادشاه مالک ووئيل مرقس ٢: ٢٨ او متى ٢٢: ٤١-٤٥. په ډېرو مثالونو کښې د ملکيت تصور په عبرانۍ مطلب کښې د خدائتوب نظريه لرى لکه چې د مالک او خدائ ټکې په ټول مقدس کلام کښې په يوه معنه باندې راځى او هم داسې په يونانۍ لوظ نامه او او عبرانۍ تناکحا کښې هم استعمال شوې دې. کله چې عام يهوديان چې کلام لولى نو هغوئ چې خدائ ته اواز کوى نو اډونۍ ټکې استعمالوى
مرقس ٢: ٢٨
ځکه اِبن آدم دَ سبت دَ ورځې مالِک دې
متى ٢٢: ٤١-٤٥
عيسىٰ راجمع شوؤ فريسيانو ته مخ راواړَوو اَؤ تپوس ئې وکړو چه ٤٢ ”تاسو دَ مسيح په حقله څۀ وايئ؟ هغه دَ چا زوئې دې؟“ هغوئ جواب ورکړو چه ”دَ داؤد زوئې دې.“ ٤٣ هغۀ ورته ووئيل چه ”داؤد بيا ولې دَ اِلهام په رُوح کښې ورته مالک خُدائې وائى؟ ٤٤ ځکه چه هغه وائى
مالک زما مالک ته ووئيل چه زما ښئ لاس ته کښينه
تر څو چه زَۀ ستا دُښمنان ستا دَ پښو لاندې نۀ کړم
٤٥ که چرې داؤد ورته مالک وائى نو بيا څرنګ هغه دَ داؤد زوئې شو؟
متى ٧: ٢١ -٢٣
هر هغه څوک چه ماته مالک مالک وائى هغه به دَ آسمان په بادشاهئ کښې داخل نۀ شى، خو صرف هغه څوک چه زما دَ آسمانى پلار په رضا کار کوى. ٢٢ دَ قيامت په ورځ به ډير ما ته وائى چه مالکه! مالکه! مُونږ ستا په نُوم نبوت نۀ وو کړې څۀ؟ اَؤ ستا په نُوم مو پيريان نۀ وُو ايستلى څۀ؟ اَؤ هم ستا په نُوم ډيرې مُعجزې نۀ وې ښوولې څۀ؟ ٢٣ نو زَۀ به هغوئ ته په ډاګه ووايم چه ما تاسو هيچرې نۀ يئ پيژندلې، تاسو چه بې شرعې کارُونه کوئ زما نه لرې شئ
يوحنا ١٣: ١٣
تاسو ما ته اُستاذ اَؤ مالِک وايئ اَؤ دا ښۀ وايئ ځکه چه زَۀ يم
د يوحنا ١ په مطابق هغۀ د دنيا د پېدا کېدو نه مخکښې د خپل جلال او موجودګۍ حواله ورکړه
عيسى په هغه وخت خپل ځان نۀ څرګندولو چې د خپلو دښمنانو ځان په نۀ پېژندګلو بچ کړى چې څوک په هغه وخت د غصه کېدو په لټون کښې ووو چې په هغۀ باندې د ګستاخۍ الزام ولګوى چې د خدائ برابر ځان ګڼى. يوحنا ٥: ١٧-١٨ مرقس ٢: ٥٧
په اخر کښې د کلام په مطابق مسيح د يو پېغمبر يا انسان زيات څۀ وو چې هغۀ څۀ کول او د ځان په باره کښې يې څۀ وئيل چې هغه د انسان په وس کښې نۀ وو. نو په اخر کښې زما سوال تا نه دا دې کۀ مقدس کلام اعتبارى وى نو تۀ به خامخا په دې ايتونو سوچ کوې چې د مسيح د خدايتوب تصديق کوى او صرف په دې وجه يې ما رد کوې چې ستا د مذهب سره سمون نۀ خورى چې دنيا په غلطۍ سره يې نۀ منى او مقدس کلام داسې وائى. ګنى په تا او په هغه مذهبى انتها پسندو کښې فرق نۀ وى چا چې عيسى د خپل مسيح په توګه رد کړو او د انسانى مسيح نه پاتې شول چې د مقدس کلام په ګواهۍ يې عمل کړې وې چې د مسيح الهامى کلام دې. يوحنا ١، متى ٧: ٢٤-٢٧
لنکونه
د خدائ پاک سره به څنګه تعلق لرې
The Divinity of Jesus and Islam
Permission granted by David Woods for excerpts taken from the article on “ Muhammad and the Messiah” in the Christian Research Journal Vol.35/No.5/2012